دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهاسماعیل خان: حکومت باید تر سولې لومړی پر طالبانو نظامي غلبه ترلاسه...

اسماعیل خان: حکومت باید تر سولې لومړی پر طالبانو نظامي غلبه ترلاسه کړي

تاند، پنجشنبه، د ثور ۲۵مه: جهادي مشر تورن اسماعیل خان وايي، افغان حکومت باید په طالبانو نظامي برتري او غلبه ترلاسه کړي.

نوموړي د حکومت په انعطاف پذیر سیاست نیوکه کړې او وایي، افغان حکوومت د سولې په پروسه کې په اشتباه روان دی.

نوموړي ویلي، البانو هیڅکله له تاوتریخوالي لاس نه دی اخیستی او جګړه یې نه ده درولې.

نوموړي ویلي، افغان حکومت په دې کې تاوان کړی دی چې ځواکونه یې کله په دفاعي او کله په فعال دفاعي حالت کې ساتلي دي او په وینا یې چې حکومت په دې کار کې لویه تېروتنه کوي.

نوموړي یې علت نه دی ویلی خو زیاته کړې یې ده چې د افغان حکومت د سولې پالیسي هم له تېروتنو ډکه ده.

 اسماعیل خان همدا راز ویلي، د سولې مذاکراتي پلاوی د سولې غوټه نشي خلاصولی تر څو افغان حکومت نظامي غلبه او برتري حاصله نه کړي.

نوموړي ویلي، افغان حکومت باید خپلو ګاونډیانو ته ثابته کړي چې د جګړې د مدیریت توان لري او طالبان دې ته مجبور کړي چې سولې ته حاضر شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر له طالبانو سره د پرلپسې نرمۍ له سیاست څخه دمګړۍ مخ ګرځولی او د دغې ډلې د پرلپسې بریدونو په ځواب کې یې خپلو وسله والو ځواکونو ته پر طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د یرغلیزو عملیاتو د پیلولو امر کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو د سولې له هوکړې وروسته د تاوتریخوالي کچه د تېر کال د همدې ورځو په پرتله زیاته کړې ده او پر افغان اهدافو یې ۳۷۱۲ بریدونه ترسره کړي دي.

افغان حکومت په ځلونو له طالبانو وغوښتل چې جګړه د کورونا او روژې په خاطر ودروي خو دغې ډلې د حکومت غوښتنو ته اعتنا ونکړه او دا خبرې یې غیر منطقي وبللې، مګر اوس چې افغان حکومت د عملیاتو پیلولو امر کړی، طالبانو په دې اړه نیوکه کړې ده چې ولې ولسمشر غني له دوی سره جګړه غځول غواړي؟

1 COMMENT

  1. اسماعیل خان صاحب ستاسی نظر معقول دی هو تاسی او ټول جهادی مشران په ګډه ددولت ملاتړ وکړی۰
    ټول مشران خپلی شخصی او تنظیمی ګټی پریږدی او د غلیم په مقابل لکه سفر ودریږی۰
    زمونږ کامیابی په ملی وخدت کښی ده۰
    دافغان ولس د یووالی او سوکالی په هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب