نصیب جان یوسفي
زده کړه د تربیتي ارواپوهنې په برخه کې یوه مهمه او د ستر ارزښت لرونکې موضوع ده، انسان د زده کړې په مرسته کولای شي په خپل ژوند کې ستر بدلونونه رامنځته کړي.
که موږ د زده کړې په ګټو وغږېږو، نو خورا ډېر وخت به ونیسي او دې پایلې ته به ورسېږو، چې له زده کړې پرته ژوند او ټولنه د تباهۍ او تورو تیارو په لورې بېول دي.
دا چې په نړۍ کې د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې د کرونا یا کویډ ۱۹ ویروس خپور شو نو د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې ګرځبندیز ولګید، چې خلک یې د بېلا بېلو ستونزو سره مخ کړل، دغه ویروس زموږ ګران هېواد افغانستان ته هم مخه کړه او د افغان دولت له لوري یې د مخنیوي په موخه یو شمېر اړین ګامونه واخیستل شول.
ددغه ویروس په راتګ سره د نورو چارو او فعالیتونو تر څنګ د پوهنې وزارت لخوا ټول ښوونځي د نا معلوم وخت لپاره وتړل شول او زده کوونکي په کور کېناستل، دا د افغانستان په څېر هېوادونو کې ډېره لویه ستونزه بلل کېږي، ځکه چې دلته په عادي وختونو کې دومره امکانات نه په کورونو کې د کورنیو سره او نه هم په ښوونځیو کې وو، چې زده کوونکو ته دې اساسي او اړین درسي مواد او چاپیریال برابر شي تر څو له زده کړو بې برخې پاتې نه شي، د کرنټین په وخت یو په څو چنده دغه ستونزه لویه شوه، ځکه د کورنۍ هغه غړي چې د ورځې به یې یو ګوله حلاله ډوډۍ پیدا کوله؛ په کور کېناستل.
د کرونا ویروس د رامنځته کېدو او بیا افغانستان ته یې د راتګ راهیسې آن تر دې دمه په میلیونونو زده کوونکي له زده کړو لرې پاتې شوي، چې دا د راتلونکې لپاره ډېر بد زېری له ځانه سره لري، په دې اساس وخت کې د کلي او کورنۍ مسؤل غړي او لوستي ځوانان مکلف دي، چې خپلو ماشومانو ته خپل درسي بهیر روان وساتي، تر څو د زده کړې انګیزه او ذهنیت کم او له منځه لاړ نه شي.
که څه هم د افغان حکومت لخوا د کرنتین په موده کې د آنلاین زدکړو او همدارنګه د رسنیو له لارې د زده کړو بهیر پيل شو خو د افغانستان په څېر هېوادونو کې دا چاره ځکه ګټوره او اغېزمنه نه ده، چې په ډېر کم شمېر کسان انټرنېټ او تلویزیون ته لاسرسۍ لري او راډیوګانې هم لرې پرتې سیمې تر پوښښ لاندې نه شي راوستلای.
بله مهمه خبره د مور او پلار ده، چې خپلو اولادونو ته په کورونو کې مهال وېش جوړ کړي او د هغه له مخې یې خپلو درسونو ته وهڅوي، که دوی په دې هم نه توانیږي، چې نوی درس ورکړي، نو زیات ټینګار دې په دې وکړي، چې تېر درسونه او نوټونه دې پرې تکرار کړي او هغه ستونزې چې وخت ته یې اړتیا درلوده هغه حل کړي.
مور او پلار د زده کړې تر څنګ باید په دې مهم وخت کې خپل اولادونه د کور له کارونو او مسؤلیتونو خبر کړي، تر څو دوی یې پخپل وخت سره په منظم ډول سرته ورسوي.
بله اړینه خبره دا ده، چې د کرنټین په ورځو کې ځینې مور او پلار د خپلې آرامۍ او سهولت په پار خپلو ماشومانو ته تلویزیون په ازادنه ډول او په بېله خونه کې بېدون د کوم تشویش څخه روښانه پرېږدي او دوی د کور چارې سرته رسوي او یا هم استراحت کوي که په تلویزیون کې هره ننداره راتله پروا یې نه ګڼي، چې دا د ماشومانو لپاره بنیادي ستونزه او فکري وژنه رامنځته کوي.
ځینې داسې مور او پلار هم پیدا کېږي، چې د ماشوم کوچنۍ ستونزه چې د حل وړ او زیان اړوونکې نه وي، ډېره لویه او جدي ګڼي او حتا د ماشوم د تحقیر، وهلو او له کوره د باندې ایسارولو سبب کېږي، چې دا د ماشومان په روح او روان باندې بد اثرات لرلی شي.
نو په دې وخت کې مور او پلار او د کورنۍ ټول غړي مسؤل دي، چې د خپلو ماشومانو هر اړخ ته پام وکړي، له پوره حوصلې، زغم او نرمښت څخه کار واخلي.