چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني، وروستي بریدونه موږ نه شي تقسیمولای

ولسمشر غني، وروستي بریدونه موږ نه شي تقسیمولای

تاند، پنجشنبه، د ثور ۲۵مه: ولسمشر غني په کابل او جلال اباد کې د وروستیو بریدونو د ټپيانو له لیدنې وروسته یو پیغام کې د ترهګرو دا ډول کارونه وحشت، ګمراهي او له اسلام څخه طغیان او سرکشي بللې ده.

ولسمشر ویلي، هیڅ افغان له بل افغان څخه کم اوزیات نه دی، خو کله چې پر یو خاص قوم برید کېږي دی د همغه قشر پر طرف ولاړ دی: ((زه همدا نن هزاره یم، همدا نن شیعه یم، که دوی فکر کوي چې په دې کارونو به موږ تقسیم کړای شي، نو دا خوب دې نه ویني.))

ولسمشر زیاته کړه د کابل او کوز کونړ پېښې یو تر بله هیڅ توپیر نلري او ترهګرو په یوه ورځ کې له یوې خوا په جنازه او له بلې خوا د ماشومانو په روغتون برید کوي.

ولسمشر ویلي، له ترهګرو سره د حکومت توپیر دا دی چې حکومت پر ماشوم د راتلونکي افغانستان لپاره پانګونه کوي، ترهګر یې وژني، حکومت روغتون جوړوي، دوی حمله پرې کوي چې په وینا يې له همدې کبله یې ځواکونو ته د یرغلیز حالت خپلولو امر کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دواړو بریدونو کې وسله والو لږتر لږه ۶۰ ملکیان ووژل او له۱۲۰ ډېر یې ژوبل کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب