سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهافغان حکومت د سولې په اړه د اروپايي ټولنې او پاکستان د...

افغان حکومت د سولې په اړه د اروپايي ټولنې او پاکستان د ګډې اعلاميې هرکلی کړی

تاند ( پنج شنبه، د عقرب ۱۵) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان او اروپايي ټولنې د هغې ګډې اعلامیې هرکلی کړی چې په کې د افغان سولې بهیر چټکتیا او اوربند غوښتنې شوې دي.

اروپايي ټولنې له پاکستان سره په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې افغانستان کې جګړې خونړۍ شوي او ښکیلو لوریو ته پکار ده چې، زر تر زره تاوتریخوالی کم او د سولې خبرې چټکې کړي.

دواړو لورو ویلي چې، په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له هر ډول خبرو ملاتړ کوي او د دې تمه لري چې په افغانستان کې د اوږدې جګړې د پای ته رسېدو سبب شي.

اروپايي ټولنې او پاکستان له دواړو لورو غوښتي چې د ملګرو ملتونو د بشري اوربند غوښتنه هم ومني او سولې ته د ژمنتیا د ښودلو لپاره دې دواړه لوري په رښتینې توګه تاوتریخوالی کم کړي او مذاکرات دې چټک کړي.

https://taand.net/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d9%be%d8%a7%d9%8a%d9%8a-%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%87-%d8%a7%d9%88-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%da%9a%da%a9%db%90%d9%84-%d9%84%d9%88%d8%b1%d9%8a-%d8%af%db%90-%da%98/

له دې سره هم مهاله د سعودي عربستان پادشاه ملک سلمان ویلي، دوی په افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندي او ټول هغه بریدونه چې عام وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوړي د غندلو دي.

د سعودي عربستان د پادشاه په مشرۍ د کابېنې داسې غونډه چې د افغانستان تاوتریخوالی په کې غندل کیږي له نادرو او کم سارو هغو ده.

https://taand.net/%d9%85%d9%84%da%a9-%d8%b3%d9%84%d9%85%d8%a7%d9%86-%d9%be%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%da%a9%db%90-%d9%88%d8%b1%d9%88%d8%b3%d8%aa%db%8c-%d8%aa%d8%a7%d9%88%d8%aa%d8%b1/

 

1 COMMENT

  1. دېرش کاله شو چې یوازې مفتې اعلامیې اورو. هیله مند یم چې یو څه عملې کار هم وشي. له اروپایی ټولنې مننه. خو د پاکستان په اعلامیو مې خندا راځي. له یوې خوا افغان وژنه او له بلې خوا له شرمه دکې اعلامیې. که پاکستاني مشران لږ څه شرم هم ولري نور دې داسې اعلامیې نه خپروي او لکه نارینه دې له افغامستان سره جګړه اعلان کړي. تر هغه چې عملا اقدام ونه کړي، نور خلک په داسې مفته او بې خونده اعلامیو نه غولېږي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی