سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeجنرال وزیريد اخلاقي معیارونو ماتول بریا نه ده| جنرال دولت وزیري

د اخلاقي معیارونو ماتول بریا نه ده| جنرال دولت وزیري

ژوند ټوله تجربه ده، له ناکامیو زده کول او د بریاوو پیاوړي کول. څوک چې په ژوند کې د خپلو او د نورو له تجربو څخه په سمه توګه ګټه پورته کوي بریالي کسان وي.

بریالي کسان د خپلې بریا له پاره اخلاقي معیارونه تر پښو نه لاندې کوي، تل کوښښ کوي هغه لارې چارې وسنجوي چې پر اخلاقي معیارونو برابرې وي. که څه هم انسانان ټول وخت د بریا په فکر کې وي، په اسانه د هیڅ ډول ناکامیو منلو ته چمتو نه وي. خو پوښتنه دا ده چې د بریاو لاس ته راوړل په کوم قیمت او له کومې لارې؟

که د يوه لنډ مهاله بریا له پاره ټول اخلاقي معیارونه تر پښو لاندې کیږي، په اصل کې دا بریا نه ده. بریا پر خپلو ارزښتونو پښه ایښوول نه دي.

ځينې کسان نه غواړي چې د خپلې بریا او لنډ مهالو خوندونو له پاره اخلاقي معیارونه تر پښو لاندې کړي، خو ځینې عوامل بیا د دې سبب کیږي چې انسانان د اخلاقي معیارونو ماتولو ته اړ کوي.

یو له هغو عواملو څخه چې اخلاقي معیارونه تت کوي له مختلفو لارو د فشار راوړل دي، چې ځینې انسانان يې په مقابل کې له مقاومت څخه عاجز وي. هغه انسانان چې نه غواړي فشارونو ته ځان تسليم کړي باید د داسې لارو چارو ګټه پورته کړي چې د فشار په مقابل کې د دوی سره مرسته وکړي.

فشارونه پر انسانانو رواني اغيز کوي او دوی له سختيو سره مخ کوي، خو ځینې کسان له دغو سختیو او کړاوونو خوند اخلي او وايي هېڅ بریا له ستونزو او چلنجونو پرته نه شي ترلاسه کېدای.

دوی دې ته اړ کوي چې بیړنۍ او کمزورې پریکړې وکړي. په داسې حالاتو کې دوی بايد د پریکړې پر وخت له ځانه پوښتنه وکړي چې زما پريکړه خو به حقیقت ته زیان نه رسوي او که چیرې زما دغه پریکړه دحقیقت او رښتینولۍ پر ضد وي باید په هیڅ صورت فشار ته تسلیم نه شي.

ځینې وخت به تاسو ته د يوې پریکړې کول، موخې ته د  رسیدو لنډه لار ښکاري، خو په حقیقت کې تاسو له رښتینولۍ لیرې کوي.

ځینې وخت تاسو سره د هغو ژمنو نه کول چې عملې کولای نه شئ په فشار کمولو کې مرسته کوي. جونسن به ویل:

«دا ښه ده چې لوګی د لمبو په منځ کې وي نه دا چې لمبې د لوګي په منځ کې وي.»

د فشار پر وخت ښه لاره دا ده چې دې اصل ته ژمن پاتي شي. لومړی د خدای ج پر وړاندې ځان مسئول وګني. دویم د کورنۍ پر وړاندې او دريم د خپل کار په مقابل کې ځان مسئول وګڼي.

د لنډ مهالو خوندونو ځان ساتل هم په اخلاقي معیارونو برابر وي. ځینې خلک وايي: څه چی خوند درکوي کوه يې، خو دا اخلاقي معیارونه زیانمنوي لکه طلاق، په نشه يې توکو روږدی کیدل، ډیر لګښت، بيکاري او داسې نور.

د لنډ مهالو خوندونو ځان ساتل د باډسپلينه خلکو کار وي. ريچارډ فوسټر به ویل:

«باډسپلینه انسان هغه دی چې د اړتیا پر وخت د اړتیا وړ کار وکړي.»

ځینو انسانانو کې نورو ته د خدمت او قربانۍ حس ډیر کم وي، هر څه د ځان له پاره غواړئ او ژر يې غواړئ، خو هغه چا ته چې خوند او آرامتیا تر حقیقت او اخلاقي معیارونو غوره ښکاري او مینه ور سره لري تل به په ستونزو کې وي.

له واک څخه ناوړه ګټه پورته کول هم اخلاقي معیارونه زیانمنوي. له واک څخه ناوړه ګټه پورته کول د مالګینو اوبو په څیر وي، څومره چې يې څښې هومره تږي کیږې. هیڅوک دومره پوه او ښه نه وي چې د نامحدود واک باور دې پرې وشي. د نامحدود واک څښتنان په هيڅ صورت له چا مننه نه کوي، ځکه په هر څه کې ځان له نورو پوه او مستحق ګڼي.

واک ښه او بد دواړه لري، کله چې څوک ژر او سمدستی بریا غواړي مانا دا چې له واک ناوړه ګټه پورته کوي. د واک یو خطر دا هم وي چې د واک ساتلو له پاره کیدای شي چې ټول اخلاقي معیارونه تر پښو لاندې کړي.

هغه څوک چې په هره بیه د واک ساتل غواړي، دوی اکثره وخت پر اخلاقي معیارونو معامله کوي. له واکه ناوړه ګټه اخیستونکي کټ مټ ديکتاتوران وي او ټول کارونه په شنه زور کوي. واک ژور سیند ته ورته دی، تر څو چې سم او ارام روان وي ډیر ښایسته ښکاري، خو کله چې بې واکه شي هر څه ګډ وډ کوي.

بايد انسانان په دې پوه شي چې حیثیت او شخصیت د قدرت او واک ستنې دي. د حیثیت او شخصیت له لارې خلک یو چا ته قدر ورکوي او که دا ترې نه لاړل، تل به زیانمن وي او له هرې خوا به له بریدونو سره مخ وي. که څوک غواړي چې د یوه منلي حیثیت او شخصیت څښتن اوسي د خپل کرکتر په قوي کولو دې کار وکړي.

یو بل شی چې اخلاقي معیارونه زیانمن کولای شي بېځایه غرور دی. ځان ته په ډیر لوړ ارزښت قایلیدل او افراط په کې کول غرور رامنځته کوي او غرور خو نو بیا د ټولو تیروتنو مور ده.

غرور وراني ستونزې را منځ ته کوي.

له غروره سره شرم تړلی وي.

غرور مخالفتونه زیاتوي.

غرور انسان ټیټوي.

غرور انسان ډیرو بدیو ته بیايي.

څوک چې بېځایه غرور لري، هغوی هر څه د ځان له پاره غواړي. هر څه له نورو زیات غواړي او تل ځان ور ته له نورو پورته ښکاري. تل فکر کوي چې له نورو زړور دی، له نورو ښایسته دی او له نورو د هر څه مستحق دی.

له بېځایه غرور ځان ساتل د قوي کرکتر او لوړ حیثیت انسانانو کار دی، که نه نو غرور تاسو ړندوي، پر خپلو تیروتنو مو ړندوي، له نورو سره پر اخلاقي تعامل مو ړندوي او پر ټولو اخلاقي معیارونو مو ړندوي.

د لوړ حیثیت درلودونکي ډیر ارزښتمن شيان له لږو ارزښتونو نه قربانوي. د دې له پاره باید انسانان په لومړیتوبونو پوه شي.

په لومړیتوبونو کې لکه چې مخکې وویل شول په ژوند کې لومړی خدای بیا کورنۍ او بیا کار وي.

تل بايد هڅه وشي چې عادي شیان مهم نه شي او بیا مهم شیان عادي نه شي.

پایله:

د اخلاقي معیارونو خوندي کول او ساتل له بېځایه غرور څخه پرهیز کول، د حرص څخه ځان ساتل، له واک څخه ناوړه ګټه نه پورته کول، د بې دسپلینه ژوند سره خدای په اماني کول، له بېځایه او لنډ مهالو خوندونو ځان ساتلو کې دي او دا یوازې د غښتلي کرکتر، لوړ حیثیت او قوي شخصيت لرونکو کسانو له واکه پوره وي.

1 COMMENT

  1. د خلکو خبرې داسې دي لکه روانې اوبه؛
    که ورته ودرېدې ستړی کوي دي؛
    که ورسره روان شوې ‌‌‌‌‌‌ډوبوي دي؛
    نو د خلکو خبرو ته مه ګوره، خپل ژوند کوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی