سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد کورونا دوهمه څپه؛ په ګڼو نورو هېوادونو کې هم بنديزونه وضع...

د کورونا دوهمه څپه؛ په ګڼو نورو هېوادونو کې هم بنديزونه وضع شول

تاند ( پنج شنبه، د عقرب ۱۵) په اروپا کې د کورونا له دوهمې څپې سره هم مهاله په ګڼو نورو هېوادونو کې بندیزونه د ډېرېدو په حال کې دي.

تازه د ایټالیا حکومت په ګڼو ښارونو کې د بندیزونو امر کړی دی او برېتانیا به هم سر له نن بندیزونه وضع کوي.

د برېتانیا حکومت ویلي چې له پوهنتونو او ښوونځیو پرته به نور ټول ادارات، دوکانونه، رستورانتونه او ټول د ګڼې ګوڼې سیمې تړلي وي.

دوی وایي ښایي دا بندیزونه تر یوې میاشتې پورې دوام وکړي.

په هنګري، بلجیم، فرانسې او نورو هېوادونو کې هم بندیزونه ډېر شوي دي چې، خلک یې هم غبرګون ته اړ کړي.

په ځینو ښارونو کې د محدودیتونو د غندلو لپاره پراخ لاریونونه هم شوي دي.

د ورغتيا نړيوال سازمان بیا خبرداری ورکوي که عام خلک روغتيایي لارښوونو ته جدي پام ونه کړي ښايي دوهمه څپه له لومړۍ خطرناکه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی