Homeخبرونهايران، روسيې او هند پر افغان سوله خبرې کړي

ايران، روسيې او هند پر افغان سوله خبرې کړي

تاند ( پنج شنبه، د عقرب ۱۵) ایران، روسیې او هند د افغانستان پر سوله درې اړخیز کنفرانس ترسره کړی دی.

د رسنيو د راپورونو له مخې دغه کنفرانس په مسکو کې جوړ شوی و او یادو هېوادونو په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې ده.

د دغه کنفرانس ګډونوالو رسنیو ته ویلي چې: « د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات بن بست ته رسېدلي، هېڅ راز پرمختګ نه لري، تاوتریخوالی ډېر شوی دی او دې مسئلې د سیمې امنیت ته خطرونه او ګواښونه متوجه کړي دي.»

دوی وایي چې، د کنفرانس ګډونوال پر دې غږېدلي چې څنګه وکړی شي د افغانستان د سولې په مسئله کې همکاري وکړي او دواړه لوري دې ته وهڅوي چې په خپلو دریځونو کې نرمښت راولي.

د یادونې ده چې د سیمې هېوادونو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې او دلته یې د سولې له پروسې ملاتړ کړی دی.

دوی ټینګار کړی چې روانه جګړه باید ژر تر ژره د خبرو له لارې ختمه کړل شي او افغانان دې د مذاکراتو له لارې یوه تفاهم ته ورسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...