جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد افغانستان سفارت: هند له افغانستان سره د ۷۵ زره متریک ټنه...

د افغانستان سفارت: هند له افغانستان سره د ۷۵ زره متریک ټنه غنمو مرسته کړې ده

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۱۵) هند له افغانستان سره په لسو پړاوونو کې د ۷۵ زره متریک ټنه غنمو مرسته کړې ده.

په هند کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر طاهر قادري په تازه څرګندونو کې د هند له حکومت مننه کړې چې د کورونا په حساسو شرایطو کې یې له افغانستان سره د زرګونه ټنه غنمو مرسته کړې ده.

د هغه په وینا هند په لسو جوپو کې له افغانستان سره ټولټال د ۷۵ زره متریک ټنه غنمو مرسته کړې ده چې تر ډېره دغه غنم د چابهار بندر له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

نوموړی وایي چې له دې غنمو د کرونا پر مهال له بېوزله او اړمنو سره مرسته شوې ده او لا هم پر بېوزله او بېځایه شوو ددغه غنمو وېش دوام کوي.

هند بیا ویلي چې له افغانستان سره به د لا ډېرو خوراکي او اړینو توکو مرسته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب