یکشنبه, جون 2, 2024
Homeخبرونهصالح: کابل کې هغه لوړې ودانۍ نړوي چې، ناقانونه جوړ شوي

صالح: کابل کې هغه لوړې ودانۍ نړوي چې، ناقانونه جوړ شوي

تاند (پنج شنبه، د عقرب ۱۵) د ولسمشرلومړی مرستیال امرالله صالح وایي، کابل کې هغه لوړې ودانۍ نړوي چې په حساسو ځایونو کې ناقانونه جوړې شوي.

صالح زیاتوي، دا پرېکړه به په راتلونکې اوونۍ کې عملي کړي.

هغه وایي دوی به د نورو هېوادونو په څېر په مسلکي توګه په ياده پرېکړه کې شاملو ودانيو ته انفجار وکړي او یا به یې څښتنان د ودانۍ له قیمت زیات تاوان ورکوي.

امرالله صالح داسې مهال په کابل کې د ناقانونه لوړو ودانيو د نړولو خبر ورکړی چې، په دې وروستیو کې په کابل کې د ناامنيو پېښې ډېرې شوي.

تېره دوشنبه د کابل پر پوهنتون وسله وال برید يې تازه بېلګه ده چې، لسګونه محصلانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

https://taand.net/%d8%a7%d9%85%d8%b1%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%b5%d8%a7%d9%84%d8%ad-%d8%af-%d9%87%d8%ba%d9%88-%db%b1%db%b3-%d8%a7%d9%85%d9%86%db%8c%d8%aa%d9%8a-%d9%85%d9%86%d8%b3%d9%88%d8%a8%db%8c%d9%86%d9%88-%d8%af/

4 COMMENTS

  1. لومړۍ مرستیال صاحب،
    که دا کار دې وکړ قسم چې راځم او له عسکرو سره دې يوځای کېږم. دا بلند منزلونع د کابل ښاریانو لپاره یو لوی عذاب ګرځېدلې. که نن وي که سبا، باید دا غیر قانوني لوړپوړې ودانۍ ورانې شي. ټول د غلو،اختطافچیانو او قاچاقچیانو مرکزونه دي. او محلې خلکو ته یې هم لویې ستونزې جوړې کړي دي.
    یوه هیله هم لرم، هغه دا چې هره خبره چې کوي باید پرې عمل وکړې. کنه بیا دې د خبرو اهمیت له منځه ځي. مننه

  2. په سیستم کی د نوی ماشینری څخه دی د کنترول په خاطر کار واخلی، نظر په اهمیپت، د کمرو نصپ کول او مهم ځایونو څارنه، د پولیسو ډیروالی نن ورځ کار نه ورکوی

  3. دا یو په ځای تصمیم دی، دا ودانی اکثرا د هغو جلادانو دی چی دا څلویښت کاله ددی اوولس وینی څښی او وزارتونه او پارلمان یی چور کړی. افغانستان همداسی یو ریښتونی بچی ته ضرورت لری. صالح صاحب دوه ورځی ژوند وکړه د زمری په څیر ټول اوولس درسره ولاړ دی. او یو بل خدمت دا وکړه چی دا کوڅی د کابل له موانعو خلاصی شی هیڅ کاره به نه وی مکمل عام المنفعه ډمنبر یی بند کړی وی. کامیابی دی غواړو او سر لوړی اوسی.

  4. نن ورځی ته نوی تخنیک کار ورکوی دی نفوس د ډیروالی له سببه، کمپیوټر ساینس مسلک ته په امنیتی برخه کی ځای ورکړی په دی کار سره ټول ځان د خلاف کار څخه ساتی، د پولیس ډیروالی خو معلومه شوه نتیجه ورنکړله حتی د غلو سره د ارتباطاط سبب هم وګرځیده، په درناوی
    ۍید نور احمد لمر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب