یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح څارنوالۍ ته د معرفي شویو امنیتي منسوبانو د بېرته خوشې...

امرالله صالح څارنوالۍ ته د معرفي شویو امنیتي منسوبانو د بېرته خوشې کېدو امر وکړ

تاند (پنجشنبه د عقرب ۱۵) د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د هغو ۱۳ امنیتي منسوبانو د خوشې کېدو امر وکړ چې تېره ورځ څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.

امرالله صالح نن پنجشنبه پر خپله فېسوک پاڼه لیکلي، چې د کابل پوهنتون په تړاو د وظیفوي غفلت په نوم د ۱۳ نوم ورکو پولیسو نیول کېدل بې مانا عمل دی.

نوموړي زیاته کړې، د هغوی د باعزته خوشې کیدو امر مې ورکړ او په خبره یې د پېښې په تړاو څېړنې لاهم دوام لري.

تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت رسنیو ته په استول شوې خبرپانه کې ویلي و، چې د کابل د درېیمې امنیتي حوزې ۱۳ منسوبین یې د کابل پوهنتون د امنیت ساتلو کې د غفلت له کبله له دندو لرې او څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، څارنوالۍ ته په معرفي شویو کسانو کې د درېیمې امنیتي حوزې امر، جنايي مدیر او د کابل پوهنتون د ټولي قومندان په ګډون ۱۳ تنه پولیس سرتېري شامل دي، چې د پوهنتون د امنیت چارو مسؤلیت ور تر غاړې و.

د دوشنبې په ورځ شاوخوا ۱۱ بجې پر کابل پوهنتون وسله واله ډله ییزه حمله وشوه چې بریدګرو د پوهنتون پر یو شمېر محصلانو برید وکړ.

د وروستیو شمېرو له مخې په دې برید کې ۳۵ تنه ووژل شول او ۴۰ نور ټپيان شول.

طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړل او د څو ساعته ځنډ وروسته داعش وسله والې ډلې ددغه برید مسؤلیت ومانه، خو دې ډلې ته په یوه منسوبه وېډیو کې چې تازه په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي، ادعا شوې چې پر کابل پوهنتون حمله دوی نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی