چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهملک سلمان په افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی غندلی دی

ملک سلمان په افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی غندلی دی

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۱۵) د سعودي عربستان کابینې په خپله وروستۍ غونډه کې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندلی دی.

د کابینې دغه غونډه د ملک سلمان په مشرۍ ترسره شوې او په هغه کې په کابل پوهنتون کې وروستی ترهګریز برید هم غندل شوی دی.

د سعودي عربستان پادشا وایي چې په وروستیو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی چې دوی یې په کلکو ټکو غندي او همدا راز هر هغه برید غندي چې د عامو وګړو د تلفاتو او مرګ ژوبلې سبب ګرځي.

د تېرې دوشنبې په ورځ په کابل پوهنتون کې وسله وال برید د ګڼو هېوادونو غبرګونونه پارولي دي.

https://taand.net/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d9%be%d8%a7%d9%8a%d9%8a-%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%87-%d8%a7%d9%88-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%da%9a%da%a9%db%90%d9%84-%d9%84%d9%88%d8%b1%d9%8a-%d8%af%db%90-%da%98/

د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو ادارو او هېوادونو دغه برید غندلی او هغه یې له ټولو انساني اصولو او قوانینو سره په ټکر کې عمل بللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب