دوشنبه, جون 17, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه او پاکستان: ښکېل لوري دې ژر تر ژره اوربند وکړي

اروپايي ټولنه او پاکستان: ښکېل لوري دې ژر تر ژره اوربند وکړي

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۱۵) اروپايي ټولنې او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د اوربند او مذاکراتو د چټکتیا غوښتنه کړې ده.

د اروپايي اتحادیې او پاکستان له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې په وروستیو ورځو کې جګړې خونړۍ شوې دي نو دواړو لورو ته په کار ده چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرې چټکې کړي.

دواړو لورو ویلي چې په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له هر ډول خبرو ملاتړ کوي او ددې تمه لري چې په افغانستان کې د اوږدې جګړې د پای ته رسېدو سبب شي.

اروپايي ټولنې او پاکستان له دواړو لورو غوښتي چې د ملګرو ملتونو د بشري اوربند غوښتنه هم ومني او سولې ته د ژمنتیا د ښودلو لپاره دې دواړه لوري په رښتینې توګه تاوتریخوالی کم کړي او مذاکرات دې چټک کړي.

1 COMMENT

  1. ترڅو د پاکستان پوځ او استخبارات د افغان وژنی لاس وانخلی او ملګری ملتونه او امنیت شورا د افغانستان په چارو د لاسوهنی په خاطر له پاکستان، برتانیه او امریکا قوی سند وانخلی موږ افغانان د پاکستان او ملګری ملتونو هر ډول اعلامیه باندی باور نلرو ځکه دا څلویښت کلنه جګړه همدی پاکستان شروع کړی او برتانیه یی سیاسی او امریکا یی مالی او نظامی مرسته کوی او ملګری ملتونه او حقوق بشر او همدارنګه نړیواله محاکمه یی ګوری تنها د نشراتی دفتر په حیث د مړو غندنه کوی

    نو لومړی باید امنیت شورا او بیا ملګری ملتونه باید خپل مسولیت وپیژنی کچیری نه پیژنی باید یاد سازمان منحل شی چی نړیوال پدی پوه شی چی دا سازمانو بی واکه او بی اختیاره او تل په کمزورو هیوادونه لپاره فشار راوړلو یوه کمیسیون ده چی د وخت په تیریدو او امریکا مالی مرستی بغیر هیڅ فعالیت نشی کولی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب