Homeخبرونهولسي جرګه: اماراتي شرکت ته د هوایي ډګرونو قرارداد ورکول غیر قانوني...

ولسي جرګه: اماراتي شرکت ته د هوایي ډګرونو قرارداد ورکول غیر قانوني دي

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۱۵) اماراتي شرکت ته د هوايي ډګرونو د امنیتي خدماتو سپارل غیر قانوني کار دی.

د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون په تازه څرګندونو کې ویلي دي چې د هوایي ډګرونو د امنیتي خدماتو او ځمکنیو انتقالاتو قرار داد له مخکیني شرکت سره تر پای ته رسېدو مخکې په غیر قانوني توګه یوه اماراتي کنسرسیوم ته لېږدول شوی دی.

دغه کمیسیون وایي چې دا پروژه نه اعلان ته سپارل شوې ده او نه هم پکې نور تدارکاتي قوانین په پام کې نیول شوي دي.

د ولسي جرګې غړي وایي چې په همدې تړاو به د هوایي چلند ادارې چارواکي د وضاحت لپاره را غواړي.

په ورته وخت کې ددغه ادارې رییس قاسم وفايي زاده بیا وایي چې دا قرار داد د چارو ادارې له لوري یاد شرکت ته ورکړل شوی دی او ټول قانوني موارد یې په پام کې نیول شي دي.

تر دې وړاندې هم پر حکومت نیوکې شوې دي چې په خپل سر او له قانوني مراحلو پرته قرار دادونه بهرنیو شرکتونو ته ورکوي او په دې کار کې د پراخ فساد ادعاوې هم کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...