Homeخبرونهجو بایډن: ادعا نه کوم بلکې ګټونکی یم

جو بایډن: ادعا نه کوم بلکې ګټونکی یم

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۱۵) د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پایلې مهم پړاو ته رسېدلې دي.

له څو ایالتونو پرته د نورو ټولو ایالتونو رایې شمېرل شوې دي او په هغه کې جو بایډن تر ټرمپ مخکې دی.

په الکترال کالج کې یوازې د شپږو نورو رایو ګټلو ته اړتیا لري چې ټرمپ په دې برخه کې ۵۶ رایو ته اړتیا لري.

بلخوا د عامو خلکو په رایو کې هم جوبایډن درې میلیونه رایې تر ټرمپ مخکې دی.

بایډن په تازه څرګندونو کې ویلي، ادعا نه کوي بلکې ډاډه دی چې د رایو شمېرلو په پای ته رسېدو سره به دی د ټاکنو ګټونکی اعلانېږي.

بلخوا ټرمپ بیا په ګڼو ایالاتونو کې د جو بایډن پر ډله د پراخ فساد تور پورې کوي.

دی وایي چې د ټاکنو کمیسیون هم د هغه په ملاتړ ولاړ دی او په ځینو برخو کې ان د ټرمپ ناظرینو ته د نظارت اجازه نه ورکول کېږي.

ټرمپ پر رسنیو هم نیوکه کوي چې ددوی د رایو شمېر کم ښيي.

په ټوله کې ټرمپ تر سخت فشار لاندې ښکاري او ټاکل شوې چې په راتلونکو څو ساعتونو کې پایلې معلومې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...