زه او زما ملګري دې غونډې ته له افغانستانه راغلي یو، موږ هیله لرله چې د هند ښکلي او ستر هیواد ته د ځمکې له لارې سفر وکړو او په دې سفر کې خپله سیمه سمه ووینو او د خپلې سیمې له اوسیدونکو سره نور هم اشنا شو. خو موږ دا امکانات نه لرل او دا ارمان مو ترسره نه شو، موږ نه شوای کولای پخپله سیمه کې لکه د نورې متمدینې نړۍ د اوسیدونکو غوندې ډاډه سفر وکړو. دا ولي؟ دې پوښتنې ته ځواب زموږ د سیمې د هغو ستونزو بشپړه څیړنه غواړي چې نن سبا زموږ سیمه ورسره مخ ده.
نن زموږ سیمه له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان ده چې د سارک په بیلابیلو غونډو کې هم پري جدي بحثونه شوي دي، زموږ سیمه په داسې حال کې چې د نړۍ تر ډیرو سیمو زیاتې منابع په واک کې لري خو لا هم ددي سیمې وګړي د بیوزلي په ټیټه کچه کې ژوند تیروي.
زموږ په سیمه کې تر ټولو ستره ستونزه جګړې او ناامني دي چې د ټولې سیمې ثبات یې له خطر سره مخامخ کړی، ترهګري او مرګپال فکر زموږ د سیمې د ځینو خلکو په ذهنونو واکمني چلوي، دې فکر زموږ سیمه له جدي خطر سره مخامخ کړې ده او ورځ په ورځ د خپریدو په حال کې دی. ورسره زموږ په سیمه کې د هیوادونو ترمنځ د متقابل اعتماد او په هیوادونو پورې اړوند مسایلو د دوه اړخیز درک فضا کمزورې ده .
سره له دې چې د سارک سازمان له جوړیدو څخه کابو ۳۲ کاله تیریږي چې موږ ته یې د متقابلې همکاري فضا جوړه کړې ده، خو موږ لا هم هغه څه چې باید ترسره کړي مو وای ، سرته نه دي رسولي. لا هم زموږ په سیمه کې ستونزې ډیرې شوې دي، د ځینو هیوادونو ترمنځ سرحدي ستونزو نه یوازي د همدې هیوادونو خلک له ستونزو سره مخ کړي دي بلکې په نوره سیمه کې یې هم د اعتماد فضا کمزورې کړې او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي. په سیمه کې د اعتماد بحران زموږ په سیمه کې د نورو ستونزو لکه ترهګري، د نشه یي توکو قاچاق او د سیمې د عمومي بي ثباتي لامل شوی دی.
موږ ته په کار ده چې د سیمې د ټولو ستونزو په پوره نه درک کولو سره د هغوی د رېښو د له منځه وړلو په کار کې همیشنۍ ګډه همکاري وکړو.
موږ په داسې زمانه کې ژوند کوو چې نړۍ ورځ په ورځ د یو کیدو په لوري روانه ده. د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې اوس نه یوازې سرحدي ستونزې نشته بلکې د ډیرو هیوادونو ترمنځ د پاسپورت او ویزو موضوع هیڅ مطرح نه ده. دوی پخپل منځ کې د مینې او اعتماد یوه ښه فضا رامنځ ته کړې ده. اوس د اروپا د ډیرو هیوادونو وګړي کولای شي له پاسپورت او ویزې پرته بل هیواد ته ډاډه سفر وکړي، د نورو هیوادونو اوسیدونکي خپل وطنوال وبولي او ورسره د مینې او ورورۍ په فضا کې ژوند وکړي.
خو زموږ د سیمې خلک نه شي کولای آن د پاسپورت او ویزې په لرلو سره هم بل ګاونډي هیواد ته په ډاډه زړه سفر ولري. آیا دا د ډیرې خواشینۍ او افسوس وړ نه ده؟
که موږ دا موجود حالت له منځه یو نه سو، زموږ د سیمې راتلونکي نسلونه به زموږ په اړه څه قضاوت وکړي؟ زموږ ژوند خو د بي اعتمادي او آن کله کله د دښمني او ناوړه او بې ځایه سیالۍ په حالت کې تیر شو او په تیریدو دی آیا ضرور ده چې زموږ راتلونکي نسلونه هم همداسې ژوند ولري؟
راځئ خپله سیمه د انساني مینې او ورورۍ په سیمه بدله کړو، پر یو بل اعتماد وکړو.
لکه څنګه چې یادونه وشوه زموږ سیمه ډیرې ستونزې لري، چې د یو شمیر له منځه وړل یې ممکن وخت او زیات کار ته اړتیا ولري خو ځینې داسې ستونزې دي چې دا موږ وتاسې د سیمې د هیوادونو لیکوال کولای شو د هغو په له منځه وړلو او یا لږ تر لږه راکمولو کې ډیر څه وکړو.
په همدې مقصد څو وړاندیزونه لرم هیله ده ورته پاملرنه وشي، پري بحث وشي او موږ په دې اړه یوې پایلې ته ورسیږو:
موږ هرکال دلته سره راټولیږو د سیمې په فرهنګي وضعیت او نورو ستونزو بحثونه کوو، لومړی خو ددې غونډې له تنظیموونکو او د هند له حکومت څخه مننه کوو چې موږ ته یې دا موقع برابره کړې ده، خو په کار ده موږ نور د عمل ډګر ته راووځو. په دې منظور وړاندیز کوم چې د سارک د غړو هیوادونو د لیکوالو یوه ګډه اتحادیه یا ټولنه جوړه شي، دا ټولنه به دایمآ فعاله وي او د یوه منظم پلان له مخې به په سیمه کې د فرهنګي فعالیتونو د پرمختیا او پراختیا لپاره کار کوي. دا اتحادیه به لکه د آسیا د جنوب د آزادو ژورنالستانو اتحادیې(سفما) په څیر په غړو هیوادونو کې څانګې یا اتحادیې ولري او کلنۍ بودجه به یې د سارک سازمان له خوا تامنیږي.
زموږ سیمه په نړۍ کې د عدم تشدد د فکر له لحاظه ډیره غني ده، دلته د ګاندي، خان عبدالغفارخان، ټاګور، ابوالکلام آزاد، رحمان بابا او مولانا جلالدین بلخی په څیر شخصیتونه تیر شوي دي چې که د هغوی افکار د سیمې ټولو اوسیدونکو ته په سمه توګه رسیدلي وای نن به موږ په خپله سیمه کې د دې اوسنیو تاوتریخوالو د پیښو شاهد نه و، لازمه ده د دې او د سیمې د نورو دا ډول انساني فکر لرونکو شخصیتونو افکار په پراخه کچه په سیمه کې خپاره شي. په دې منظور ددوی د ژوند او کار په اړه سیمه ایز او نړیوال سیمینارونه او غونډې جوړې شي. ددوی اثار د سیمې د هیوادونو په ټولو ژبو وژباړل شي.
په سیمه کې د مرګپال فکر د له منځه وړلو لپاره په کار ده، د سیمې د هیوادونو د پخوانیو او اوسنیو لیکوالو هغه اثارچې د انساني او سوله ایز فکر لرونکي وي د نورو هیوادونو په ژبو په براخه کچه وژباړل شي.
د سارک په مختلفو غړو هیوادونو کې دې د سیمې د مهمو شخصیتونو د یاد او یا د سیمې د نورو اساسي ستونزو د څیړلو لپاره ګډې غونډې او سمینارونه جوړ شي.
د غړو هیوادونو د علمي مرکزونو ترمنځ باید په ځینو ګډو علمي، تاریخي او جغرافیایي مسایلو د ګډو علمي څیړنو زمینه برابره شي.
ښه به وي چې د نوروز په څیر د دې سیمې د داسې ګډو جشنونو د جوړولو په اړه فکر وشي، چې هر کال د سیمې د هیوادونو د لیکوالو او نورو شخصیتونو په ګډون په غړو هیوادونو کې جوړ شي دا چاره به د سیمې په لا نږدي کولو کې مرسته وکړي.
د سیمې د هیوادونه باید پخپلو هیوادونو کې د نورو هیوادونو د محصیلینو لپاره د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.
زموږ سیمه د بودا او اشوکا سیمه ده چې د صلح کل مخکښان بلل کیږي، په دې سیمه کې د سولې او انساني فکر خپرونکي ستر شخصیتونه لکه رادها کرشنان، بابا نانک، کبیرجی، داتا ګنج بخش، داراشکوه، ګاندي، علی هجویری، خان عبدالغفار خان، ټاګور، مولانا بلخی، ابوالکلام آزاد، رحمان بابا او نور اوسیدلي دي، دا سیمه باید تر هرې بلې سیمې د سولې او انساني ورورلۍ سیمه وای، له بده مرغه چې اوس نه ده.
لازمه ده دداسې شرایطو د رامنځ ته کولو لپاره په ګډه کار وشي چې د سیمې هر اوسیدونکی دا سیمه خپله خاوره وګڼي او وکولای شي بل هیواد ته له ویزې پرته په ډاډه زړه سفر وکړي، راځئ خپله سیمه د مینې او ورورئ په سیمه بدله کړو.
بابا نانک وایي:
چنان با نیک و بد سر کن
که بعد از مردنت عرفی مسلمانت به زمزم شوید و هندو بسوزاند.
یادونه: دغه مقاله د سارک سازمان د غړو هیوادونو د لیکوالو په غونډه کې ولوستل شوه