یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeکلتورمه وېرېږه!- نوې لارې هم شته| حبيب وقار

مه وېرېږه!- نوې لارې هم شته| حبيب وقار

مه وېرېږه، څومره ښه، ښايسته، خوږه او له لوړ احساس ډکه کلمه ده. که يو چاته ووايې، (مه وېرېږه!)، دا کلمه دې مخاطب ته څومره لوړ احساس ورکوي، په ځان يې ډاډه کوي او پوهېږي چې يو څوک شته چې ډاډګېرنه ورکوي او خواخوږی يې دی.

د (مه وېرېږه) کتاب لوستل مه هېروئ. ياد کتاب پر ځان د ډاډ له پاره په زړه پورې اثر دی چې اغلې ډاکټرې سوزان جیفرز ليکلی او ښاغلي محمد باسط واحدي په خوږه پښتو ژبه ژباړلی دی. ياد کتاب (۹۵) مخونه لري او په سپين رنګه ښکلي کاغذ کې د (کلي عامه کتابتون) له لوري د ليکوال په خپل مالي لګښت چاپ شوی دی.

که کتاب ولولئ تر ډېره به له زړه نازړه توب خلاص او پر ځان ډاډه کېدو به برلاسي شئ، د پرمختګ ځينې لارې به پکې ومومئ، په ډاډه زړه به مخ پر وړاندې لاړ شئ او داسې نورې چارې به په ښه توګه ترسره کړای شئ چې اړتیا ورته لرئ.

مه وېرېږه! کتاب، د ښاغلي واحدي د ژباړې لومړۍ تجربه ده، مبارکي يې ورته وايم او له لوی څښتن ج څخه په ژباړو کې ورته د لا ډېر پرمختګ په هیله يم، د نوموړي استعداد او وړتیا ته چې ګورم، باور لرم چې ډېر به مخکې ځي او د خپلې ژبې او خلکو له پاره به ډېر څه کوي. هغه د ماسټرۍ له فراغت سره سم چې له هېواده بهر يې زده کړې وکړې، ياد کتاب وژباړه.

له ژباړې وړاندې مو يوه ورځ د (کلي عامه کتابتون) کتابونه لېست کول، د مشورې کولو په ډول يې راته وويل:

غواړم ژباړه وکړم خو نه پوهېږم له کومه يې پیل کړم؟

 په هغې ورځ مو د ژباړې په اړه ډېر بحث وکړ، ځينې تجربې مو سره شريکې کړې ورته ومې ويل:

 دا چې ژباړې نوې پيلوې نو لومړی کار دې له يوه واړه کتاب يا وړو متنونو پيل کړه.

له نېکه مرغه چې ښاغلی واحدي په خپل هوډ کې برلاسی شو. د ارواپوهنې دا په زړه پورې او ګټور کتاب مې ډېر خوښ شو، ورته ومې ویل لومړی پيل دې ډېر ښه و، نو خامخا به ډېر پرمختګ کوې. د دې کتاب منځپانګه ډېره غني او له ښو پیغامونو ډکه ده، کتاب د کلک هوډ لرلو، له خپلې مخې د ستونزو لرې کولو، د پرمختګ پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو او دا چې ولې زړه نازړه يو د زړور کېدو له پاره ډېر څه لري.

زموږ ډېری هېوادوال تل د هر کار له پاره وايي «زه نشم کولای»، نو دا چې (نشم کولای) څه ډول په (کولای شم) بدل کړو، يوازې يو هوډ او مثبت فکر غواړي که موږ مثبت فکر ولرو او هرڅه ته د منفي فکر له لارې ونه ګورو، کولای شو (نشم) په (شم) بدل کړو. په کتاب کې د مریلن فریګوسن يوه مهمه سپارښتنه راغلې چې خلکو ته يې کړې ده، هغه وایي:

 «که غواړئ له سختو اوبو واوړئ، د هغوی ملګرتیا وکړئ چې له ستونزو سره عادت او د پول جوړول یې زده وي.»

په دې کتاب کې د ښو اړيکو او له ډېرو او اغېزناکو خلکو سره د پېژندنې په اړه ډېر بحث شوی. هر کس بايد لايق، اغېز لرونکي او ډېر ملګري ولري، دا چې يو کس ښه ملګري څنګه ومومي سوزان يې په اړه ليکلي:

«په بېلابېلو سیمنیارونو، ورکشاپونو، غونډو او د اغېزناکو خلکو په ویناووو کې ګډون وکړئ، که مو په جېب کې پنځوس ډالره د یوې ورځې خرڅه پاتې وي او د کوم اغېزناک کس د سمینار څلوېښت ډالره ټکټ وي، تاسې همدا ورځ په لس ډالره ځان وچلوئ او په ياد سیمینار کې ګډون وکړئ.»

هغه متل دی وايي ګټه په تاوان کېږي، که تاوان ته غاړه کې نه ښودی شو، ګټه هم نشو کوی. نو که د اړيکو موندنې او پرمختګ له پاره تاوان په ځان ونه منو ګټه هم ناشونې ده. بايد ټولنيز شخصيت ولرو، له ډېرو خلکو سره وپېژنو، په خپل مبایل کې د ډېرو خلکو شمېرې ولرو، د هغو کسانو د ليدو هڅه وکړو چې له خبرو، عادتونو، تګلارو او د ژوند له ډول يې اغېزمن شوي يو. وايي تجربه د علومو مور ده، نو که له داسې خلکو د دوی د ژوند د ناخوالو، د ژوند د سرګردانيو او نورو په اړه کيسې واورو، کولای شو ډېر پرمختګ وکړو او په خپل ژوند کې يې عملي کړو. د کتاب لیکواله له ناپېژاندو او اغېزمنو کسانو سره د ټليفوني اړيکې په اړه وايي:

«په لومړي ځل مې چې ټلیفون کاوه لاس مې رېږدېده، ياد کس ته له زنګ مخکې مې د نوموړي په اړه بېلابېل نظرونه لرل، خو همدې یوه ټلیفون به هغه کس زما ښه ملګری کړ. اوس مې ژوند ټول همدغه ملګري دي. اصلي خبره دا ده چې هېڅ هم اسانه نه کېږي او د هر کار کولو له پاره هڅه په کار ده.»

نو هېڅوک له لاسه مه ورکوئ، دا مو په تاوان دي. يوازې پیسې مهمې نه دي، اړيکې تر پيسو ګټلو ډېرې مهمې دي. د بل زنګ ته انتظار مه کوئ، تاسې زنګ ورته ووهئ، نوموړې په دې اړه وايي:

«ډېر کسان په کور يوازې ناست وي او د بل د ټلیفون انتظار باسي چې په دې ډول به هېڅ هم په لاس درنشي.» نوموړې دا د هر انسان مسوليت بولي چې ځان ته اغېزمن او ښه فعاليت لرونکي ملګري پیداکړي، په ځانګړي ډول مثبت فکر لرونکي کسان، ځکه چې منفي فکر لرونکي کسان هېڅ کله هم په خپل ژوند کې بريالي نه دي. 

سوزان د منفي فکر لرونکو کسانو په اړه ښه نظر نه لري، هغه په دې اند ده چې د منفي فکر لرونکو کسانو ملګرتیا مو ژوند له ناکامۍ سره مخ کوي او نه مو پرېږدي پرمختګ وکړئ هغه زياتوي:

«هر هغه څوک چې تاسې د مشوره کولو پر مهال سپکوي، منفي لیدلوری لري او د وړاندې تګ مخه مو ډب کوي، له خبرو کولو یې ډډه وکړئ.» 

که موږ په نړۍ کې مشهور عالمان وينو، هغوی له بې کچې ډېرو هلو ځلو وروسته بريالي شوي او مشهور شوي دي. د برېښنا له مخترع توماس اډېسن پوښتنه کېږي چې تاسې خو ۹۹۹ ځله په خپل کار کې ناکام شوئ څه احساس لرئ او ایا بیا هم د ياد کار له پاره هڅه کوئ؟

اډېسن ورته وايي چې ۹۹۹ ځله ناکام شوی نه دی، بلکې ۹۹۹ نوې لارې، نوې تجربې او په ۹۹۹ لارو پوه شوی چې دې کار ته د کارېدو وړ نه دي.

راځئ ژوند مو روان کړو، خو څنګه يې روان کړو، ژوند خو خپله روان دی ټېله نه غواړي، خو يوازې لاره به ورته ښيو. سمندر که ټېله کړې که يې نه کړې روان دی، نو ژوند هم له موږ يوازې دا غواړي چې لاره ورته وښيو.

د پرمختګ يو بل خنډ چې په دې کتاب کې بیان شوی دی، (بې ځايه شکايت کول) دي. له بې ځایه شکايت او ډېر شکايت بايد ځان وساتو، که يوه لاره په يوه شکايت تر لاسه کوی نه شو، نو شکايت ولې وکړو ځکه چې هرڅه زموږ په خوښه مخکې نه ځي. په دې کتاب کې د شکايت په اړه يوه بېلګه وړاندې شوې:

«که تاسې د شکر ناروغي لرئ او ډېری خواړه نه شئ خوړی او تل شکایت کوئ چې ډاکټر له هرڅه منعه کړی یم، ایا په دې شکایت سره کوم څه کمېږي؟ نه! نو پرته له دې بله چاره نشته چې ګوزاره کوه.»

زموږ د ژوند ډېری چارې هر وخت زموږ په خوښه نه وي، که يو کار زموږ په خوښه نه ترسره کېږي، نه بايد له کچې ډېر پرې غمجن شو، بايد بله لاره ورته ولټوو، مه وېرېږه کتاب داسې اشاره ورته کوي:

«اړينه نه ده چې د نړۍ هره معامله دې زمونږ په خوښه وي، که د خپلې خوښې دندې په ازموینه کې بریالی نه شوې، له غمه ځان مه مړ کوه! بیا او بل ځای به ازموینه ورکړې او بریالی به شي، نو د دې ستونزې حل لاره څه ده؟ همدغه يعنې ګوزاره کول.»

زموږ ډېری ځوانان د مينتوب دوره تېروي، په يوه نجلۍ مينېږي، که په خپله اراده او فکر برلاسی وي، د نجلۍ په له لاسه ورکولو، ژوند له لاسه نه ورکوي، بلکې هڅه کوي يوه بله نجلۍ پيداکړي ځکه چې دا نړۍ له ښکلو نجونو ډکه ده، خو ځينې کسان چې فکر کوي بايد هرڅه يې په خوښه وشي، هغوی بيا د نجلۍ په له لاسه ورکولو ځان هم له لاسه ورکوي او ان د لېونتوب تر کچې رسېږي، نو ښه دا ده چې له هرې چارې سره به ګوزاره کوو او د ناکامۍ پر مهال به د نوې لارې د موندنې هڅه کوو نو، مه وېرېږئ نورې لارې شته.

د دې ټولو ستونزو يوه ښه او ځواکمنه لار پر ځان ډاډ دی، که پر ځان ډاډه وو، د بل جېب ته سترګې ونه نيسو له بل چا تمه ونلرو، له هرې ستونزې سره په جګړه کې بريالي کېدای شو او هېڅ کله به مو هم ژوند پر بل چا تکیه نه وي. له نورو تمه لرل ژوند په خپګان کې تېرول دي. له خلکو مننه وکړئ که یې ډېره لږ همکاري هم کړې وي او يا مو کومه کلمه ترې زده کړې وي او پر خلاف يې هغوی چې درد درکړی او ځورولي يې ياست هېر کړئ.

تل پر ځان باور ولرئ، ثابت قدمه اوسئ او دروغ هېڅ کله مه واياست، ځکه چې دروغ ويل مو ډارن کوي. په پورته ټولو کرښو کې مثبت فکري، له منفي خلکو لرې ګرځېدل، پر ځان باور لرل، (نشم) په (شم) بدلول، مينه ناک اوسېدل، مننه کول او نور هر يو د ژوند کولو له پاره لوی درس بلل کېږی، راځئ خپل ژوند خپله مينه ناک کړو. پر ځان د ډاډ، بريا او له ستونزو سره د مبارزې له پاره (مه وېرېږه) کتاب خامخا ولولئ.

د ۱۳۹۹لمريز کال د لړم ۱۳مه

کابل افغانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب