یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه امریکا اړو بریتانیا کې د کورونا واکسین په برخه کې پرمختګ...

په امریکا اړو بریتانیا کې د کورونا واکسین په برخه کې پرمختګ شوی

تاند (پنجشنبه، د عقرب۱۵) د اکسفورډ پوهنتون د څېړنیز پلاوي مشر پرون (چهارشنبه) د بریتانیا پارلمان ته د کورونا وایرس د واکسین په اړه په خپل راپور کې وویل، هیله لري چې تر کرسمیس وړاندې به واکسین چمتو کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اندریو پولارډ وویل، باید اوسني معلومات څو څلې بیا وڅېړل شي او وروسته په دې اړه پرېکړه کېدای شي چې خلکو ته په ډاډه زړه واکسین ورکړل شي.

څېړونکو په عین حال کې وویل، حتي که ټولو خلکو ته واکسین هم ورکړل شي، تر هغو چې نړۍ بېرته پخواني حالت ته راګرځي، لا ډېر وخت پکار دی.

د روغتیا د نړیوالې ادارې د راپور له مخې، د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې د کوویډ ۱۹ د درملنې لپاره پر څه باندې ۱۵۰ واکسینونو کار روان دی او ۴۲ یې همدااوس پر انسانانو ازمویل شوي دي.

فایزر کمينۍ ۱۰۰ ملیون ډوزه واکسین جوړوي

له بلې خوا د امریکا فایزر کمپنۍ مخکې تر دې چې واکسین یې تایید شي، د هغه په تولید پیل کړی دی.

د درمل جوړولو دې سترې امریکايي کمپنۍ د امریکا له حکومت سره یوه موافقه لاسلیک کړې چې پر اساس به یې دا شرکت مخکې تر دې چې واکسین یې د امریکا د خوړو او درمل جوړولو د ادارې له لوري تایید شي، ملیونونه ډوزه واکسین جوړ کړي.

د دې واکسین د جوړولو کار فایزر (Pfizer) کمپنۍ پیل کړی او اوس زرګونه ډوزه په بلجیم کې په خپلو تاسیساتو کې ساتي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې له راپور سره سم، د درمل جوړولو فایزر کمپنۍ ویلي چې تراوسه پورې یې سلګونه زره ډوزه واکسین جوړ کړی او هیله لري چې د روان کال تر پایه ۱۰۰ ملیون ډوزه جوړ کړي.

فایزر شرکت به ښايي په راتلونکې نوومبر میاشت کې د امریکا د خوړو او درملو ادارې ته خپل واکسین وړاندې کړي چې له هغې څخه جواز ترلاسه کړي.

په امریکا کې هر درمل او واکسین باید لومړی د دې ادارې له لوري تایید شي.

په بریتانیا کې د فایزر شرکت عمومي رييس بن ازبرن وايي، ډېر خوشاله دی چې هلوځلو یې نتیجه ورکړې ده.

فایزر کمپنۍ دا واکسین د جرمني د بیوانتک شرکت په همکارۍ جوړ کړي خو وروسته له دې چې کلنیکي ازمېښتونه بشپړ شي او د چارواکو له لوري یې اغېز تایید شي، بازار ته وړاندې کېږي.

حاضردمه د دغه واکسین د کلنیکي ازمېښت درېم پړاو په ۴۴ زره تنو ترسره کېږي. دا واکسین دواه طلبو کسانو ته ۲ ډوزه پیچکاري کېږي.

تر دې مخکې د امریکا د متحد ایالتونو د دوا جوړولو یوې کمپنۍ جانسن اینډ جانس چې د کویډ۱۹ناروغۍ پر واکسین یې له یوې مودې راهیسې ډېر کار کړی دی، خپلې ازموینې ځنډولي دي.

د نړۍ دغې سترې کمپنۍ په داسې وخت کې د دې ځنډ خبر ورکړی دی چې د اروپایي ټولنې په هېوادو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو دي.

د درمل جوړولو نامتو کمپنۍ (جانسن اینډ جانسن) د کرونا ویروس پرضد د واکسین کلینیکي ازموینه، د دې څېړنې د یوه ګډونوال د ناروغۍ له امله په موقتي ډول ځنډولې ده.

د دې امریکایۍ کمپنۍ کاندید واکسین د نړۍ په کچه د کویډ۱۹ پرضد د واکسین د جوړولو په هڅو کې مهم ځای لري.

جانسن اینډ جانسن په یوه بیان کې ویلي دي چې په موقت ډول یې د کویډ۱۹ ناروغۍ د واکسین چارې درولې دي او حتی دریمه مهمه مرحله هم ځنډول شوې ده ځکه چې د دوی یو څېړونکی په ناڅرګنده ناروغۍ اخته شوی دی.

خو فایزر کمپنۍ، چې د خپل واکسین پر موثریت باورمنه ده، وايي چې راتلونکی کال به یو ملیارد او ۳۰۰ ملیون ډوزه واکسین جوړ کړي. د دې کمپنۍ د مسوولانو په وینا هر تن دوه ډوزه واکسین ته اړتیا لري.

د امریکا حکومت ویلي چې فایزر کمپنۍ ته به نژدې ۲ ملیارد ډالره ورکړي چې په دسمبر کې ۱۰۰ ملیون ډوزه واکسین وروسپاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب