یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپر کابل پوهنتون د بريد په تړاو ۱۳ امنیتي مسؤلان څارنوالۍ ته...

پر کابل پوهنتون د بريد په تړاو ۱۳ امنیتي مسؤلان څارنوالۍ ته معرفي شول

تاند (چهارشنبه د عقرب ۱۴) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل د درېیمې امنیتي حوزې ۱۳ منسوبین یې د کابل پوهنتون د امنیت ساتلو کې د غفلت له کبله له دندو لرې او څارنوالۍ ته معرفي کړل.

ددغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل د درېیمې امنیتي حوزې امر، جنايي مدیر او د کابل پوهنتون د ټولي قومندان په ګډون ۱۳ تنه پولیس سرتېري چې د پوهنتون د امنیت چارو مسؤلیت ور تر غاړې و څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز هم وايي چې دا کسان یې په کابل پوهنتون د شوي برید له امله له دندو لرې کړي دي.

نوموړي ددغو ۱۳ امنیتي مسؤلانو له دندو څخه د لرې کېدو اصلي لامل وظیفوي غفلت یاد کړی دی.

د دوشنبې په ورځ شاوخوا ۱۱ بجې پر کابل پوهنتون وسله واله ډله ییزه حمله وشوه چې بریدګرو د پوهنتون پر یو شمېر محصلانو برید وکړ.

د وروستیو شمېرو له مخې په دې برید کې ۳۵ تنه ووژل شول او ۴۰ نور ټپيان شول.

طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړل او د څو ساعته ځنډ وروسته داعش وسله والې ډلې ددغه برید مسؤلیت ومانه، خو دې ډلې ته په یوه منسوبه وېډیو کې چې تازه په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي، ادعا شوې چې پر کابل پوهنتون حمله دوی نه ده کړې.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له پیله په خپلو خبرو کې ویلي چې دغه برید د داعش نه د طالبانو کار دی، خو طالبانو په کلکه دا ادعاوې رد کړي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب