یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد امريکا د ولسمشرۍ برخليک ټاکونکې شېبې؛ بایډن بري ته ډېر نژدې...

د امريکا د ولسمشرۍ برخليک ټاکونکې شېبې؛ بایډن بري ته ډېر نژدې شو

دا خبر بیا بیا تازه کیږي

د جوبایډن کالج یا الیکرول رایې ۲۴۸ ته ورسېدې.

په سنا جرګه کې د دیموراکت ګوند د چوکیو شمېر تر دې دمه ۴۷ او د جمهوریپال ګوند ۴۸ دی خو په استازو جرګه کې د دیموکرات ګوند د چوکیو شمېر ۱۹۸ او د جمهوریپال ۱۸۵ دی.

د امریکا د سنا جرګه ۱۰۰ چوکۍ لري او غړي یې د ۶ کلونو لپاره غوره کېږي خو د استازو جرګه چې ۴۳۵ غړي لري، غړي یې د دوو کلونو لپاره انتخابېږي.

******

د جوبایډن کالج یا الیکترول رایې نورې هم ډېرې شوې خو د ټرمپ یوازې یوه رایه ډېره شوه.

تر دې دمه د جو بایډن الیکترول رایې ۲۳۸ ته رسېدلي خو لا هم تر بري ته نه دی رسېدلی. هر کاندید چې ۲۷۰ الیکترول رایې وګټي، بریالی ګڼل کېږي.

د بایډن الیکترول رایې اوس ۲۱۴ دي.

******

د جوبایډن الیکترول رایې ۲۳۷ ته ورسېدې او په دې توګه هدف ته چې ۲۷۰ رایې دي، نور هم نژدې شو خو ټرمپ لا هم ۲۱۳ رابې لري.

د ټرمپ انتخاباتي کمپاین وايي چې د ویسکانسین ایالت د رایو د بیا شمېرل کېدو غوښتنه به وکړي. په دغه ایالت کې د بایډن رایې ډېرې دي.

*******

د جوبایډن کالج یا الیکترول رایې نورې هم ډېرې شوې خو ټرمپ لا هم ۲۱۳ الیکترول رایې لری.

تر دې دمه د جو بایډن الیکترول رایې ۲۲۷ته رسېدلي خو لا هم تر بري ته نه دی رسېدلی. هر کاندید چې ۲۷۰ الیکترول رایې وګټي، بریالی ګڼل کېږي.

له بلې خوا بایډن د درو حساسو او تر یوه حده برخلیک ټاکوونکو ایالتونو په دوو کې تر خپل سیال وړاندې دی.

ویسکانسین یې، چې ډېر مهم بلل کېږي، فتح کړی او په میشګان کې یې هم تر ټرمپ شېبه په شېبه رایې په ډېرېدو دي خو ټرمپ په پینسلوانیا کې بشپړ بری ترلاسه کړی دی.

******

په همدې حال کې یو شمېر کسانو پر انتخاباتو اعتراضونه کړي دي. د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، په واشنګټن ډي سي، سیاټل، او نیویارک ښارونو کې سوله ییزې مظاهرې شوي دي.

په واشنګټن کې د نژدې زر تنه سپینې ماڼۍ ته نژدې راټول شول او د ټرمپ پر ضد شعارونه ورکړل.

******

که څه هم اوس د امریکا په ختیځ کې سهار دی او لا ګرانه ده چې د انتخاباتو د پایلو په اړه په ډاډ اټکل وشي خو د بایډن د کمپیان غړي ډاډه ښکاري او وايي چې انتخابات یې ګټلي دي.

لا هم په الاسکا، ایرزونا، شمالي کارولینا، نووادا، وینکانسین، مشیګان، مین، جورجیا او پنسلوانیا کې رایې شمېرل کېږي.

د بایډن د کمپاین یوه مشر امریکايی رسنیو ته وویل، «تراوسه پورې د شمېرل شویو رایو په حساب موږ ګټلې ده.»

*****

جوبایډن په مشیګان ایالت کې هم تر ټرمپ وړاندې شو. حاضردمه په شمېل شویو رایو کې د بایډن رایې تر ټرمپ یوازې زر رایې ډېرې شوې دي. څو ساعته مخکې په دې ابالت کې د ټرمپ ۳ زره رایې ډېرې وې.

مشګین، ویسکانسین او پینسلوانیا هغه درې ایالتونه دي چې که هر کاندید پکې وړاندې شو، ګومان کېږي چې د انتخاباتو ګټونکی کېږي.

بایډن په ویسکانسین او ټرمپ په پینسلوانیا کې مخکښ دی.

******

د نووادا ایالت د رای شمېرنې بهیر تر سبا ځنډول شوی دی او دلیل یې هم اعلان شوی نه دی.

په دې ایالت کې دواړه کاندیدان برابر ښکاری.

د ۵ نورو ایالتونو د رایو نهايي پایلې لا څرګندې نه دي.

خو ویل کېږي چې درې ایالتونه به د امریکا راتلونکی ولسمشر معلوم کړي. ایالتونه میشیګان یو له هغو مهمو ایالتونو څخه دی چې د امریکا د انتخاباتو پر پایلو مهم اغېز لري او تر اوسه ټرمپ ډېر لږ تر خپل سیال جو بایډن وړاندې دی.

ویسکانسین بل مهم ایالت دی خو هلته بایډن یو څه وړاندې دی او درېم مهم ایالت پینسلوانیا دی. په دې ایالت کې د ټرمپ بری حتمي ښکاري.

په کالج الیکترول رایو کې لا هم بایډن وړاندې دی خو تر ۲۷۰ رایو پورې لا ډېر واټن په مخکې لري.

*****

د امريکا د ټاکنو پایلې مبهمې دي خو دواړه نوماندان ځانونه بریالي بولي.

په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې د کارول شویو رایو شمېرنه دوام لري او دواړه نوماندان ډونالډ ټرمپ او جوبایډن ځانونه د دې ټاکنو ګټونکي بولي، د المان د دفاع وزیره وایي، چې په امریکا کې وضعیت اندېښمن کړي دي.

کارن باور ویلي، د مبهمو پایلو پرمهال د بريا اعلان په یاد هېواد کې د بحران د پیلېدو د خطر زنګ دی.

هغې ویلي، د امریکا مرکزي دولت باید د دغه هېواد د وضعیت ارامولو لپاره له وخت کې لاس په کار شي.

د یادونې ده چې جوبایډن ۵۰٪ رایې او ټرمپ بیا ۴۸.۴٪ رایې خپلې کړې دي.

****

تاند ( چهارشنبه، دعقرب ۱۴) ویسکانسین، میشیګان او پینسلوانیا ممکن د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجه وټاکي.

حاضردمه په ویسکانسین ایالت کې بایډن او په دوو نورو کې ټرمپ په لږ توپیر وړاندې دی. خو که بایډن په دوو کې وړاندې شی، بریالیتوب یې حتمي دی.

تراوسه په کالیج الیکترول کې ټرمپ ۲۱۳ او بایډن ۲۲۴ رایې ګټلي دي.

****

سي این این وايي چې بایډن په اوهاوايي ایالت کې بریالی شوی دی

د جو بایډن کالج الکیترول رایې ۲۲۴ ته لوړې شوې خو د ټرمپ لا هم ۲۱۳ دي

بایډن د ولسمشر ټرمپ د دې اعلان په غبرګون کې چې ویې ویل انتخابات یې ګټلي، وویل، «دا نه ما ته او نه ده ته مناسبه ده چې سر له اوسه بری اعلان کړو.»

د سي این این د راپور له مخې، لا ډېر وختي دی چې کوم کاندید د بري اعلان وکړي ځکه چې لا هم ملیونونه رایې نه دي شمېرل شوي او ځینې کلیدي ایالتونه لکه میشیګان، پینسلوانیا او ویسکانسین پاتې دي چې کالج الیکترول رایې یې برخلیک ټاکونکې دي.

په ایرزونا او جورجیا کې رایې شمېرل شوي او بایډن پکې ډېر وړاندې دی. ایرزونا له دې کبله د بایډن لپاره مهم ایالت دی چې د ۲۰۱۶ په انتخاباتو کې د دې ایالت ډیرو خلکو ټرمپ ته رایې ورکړې وې.

******

د بایډن د انتخاباتي کمپاین منېجر د ټرمپ څرګندونې ناسمې، د خپګان وړ او د نه باور وړ وبللې.

تر دې مهاله د بایډن کالج الیکترول رایې ۲۲۱ او د ټرمپ ۲۱۳ دي. د بریالیتوب لپاره ۲۷۰ رایو ته اړتیا ده. کالج الیکترول رایې ډېرې مهمې او برخلیک ټاکوونکې دي. د ۲۰۱۶ په انتخاباتو کې هیلري کلنټن تر ټرمپ شاوخوا ۳ ملیونه زیاتې ولسي رایې ګټلې وې خو کالج الیکترول رایې یې تر ټرمپ کمې وې نو ټرمپ بریالی اعلان شو.

**********

په سنا جرګه کې، چې د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره هممهاله ترسره کیږي اټکل کېږي چې جمهوریپال ګوند ۴۷ او دیموکرات ۴۶ چوکۍ ګټلې وي. د امریکا سناجرګه ۱۰۰ چوکۍ لري او غړی یې په هرو شپږ کلونو کې غوره کېږي. حاضردمه جمهوریپالان په دې جرګه کې اکثریت دي.

آوس په سنا جرګه کې ۲۳ چوکۍ د جمهوري غوښتونکو او ۱۲ د ډموکراټانو په لاس کې دي.

*****

د اې بي سي د راپور له مخې، تر دې دمه په مین ایالت کې د جوبایډن د رایو فیصدي ۵۲ او د ټرمپ ۴۸ ده

د بایډن الیکترول رایې ۲۲۱ او د ټرمپ ۲۱۳ دي

د انتخاباتو څارونکي او شنونکي اټکل کوي چې بایډن به په لږ توپیر انتخابات وګټي.

*****

جمهوریپالو د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ له لوري په خپل سر او بې له دې چې کوم سند ولري په انتخاباتو کې د بري پر اعلان اندېښنه ښکاره کړه.

دغه ګوند ویلي سره له دې چې لا ملیونونه رایپاڼې شمېرل شوي نه دي د ولسمشر له لوري د بري اعلان سم کار نه دی.

د ټرمپ پخوانۍ سلاکارې کریس کریسټي، چې پخوا د نیوجرسي ګورنره هم وه، د ولسمشر اعلان له دې کبله هم ناسم وباله چې نوموړی د امریکا برحال ولسمشر دی.

د پینسلوانیا ایالت پخواني جمهوریپال سناتور ریک سنتورم هم ویلي چې د ټرمپ اعلان پریشانه کړی دی.

ده په ځانګړي ډول د ټرمپ له لوري د «درغلي» د کلمې کارول لویه تېروتنه بللې ده.

*****

ټویټر او فیسبوک وايي، د کاندیدانو هغه پوسټونه لېرې کوي چې ناسم معلومات ولري، پر یو بل ناحقه تور لګوي.

دواړو ټولنیزو شبکو تایید کړې چې دواړو کاندیدانو ناسم معلومات خپاره کړي دي.

ټویټر د دونالډ ټرمپ هغه ټویټ لېرې کړ چې ویې لیکل»د رای ورکولو تر ټاکل شوې مهلت وروسته څوک رایه نه شي ورکولی.»

خو ټویټر د ټرمپ دا ټویټ لېرې نه کړ چې پکې ویلي یې دي«انتخابات یو لوی بری و.» خو فیسبوک د ټرمپ د بري د ادعا پوسټ ډیلیټ کړ.

****

امریکايي رسنۍ وايي، ټرمپ له یوې خوا وايي چې په انتخ۰اباتو کې بریالی شوی او جشن ورته جوړوي او له بلې خوا وايي چې په انتخاباتو کې درغلي شوې او د انتخاباتو د پایلو په اړه به سترې محکمې ته شکایت وکړي. ده دا هم وویل «دا زموږ د هیواد لپاره د شرم وړ ده.»

خو ټرمپ د درغلۍ په اړه کوم سند وړاندې نه کړ.

*****

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند جوبایډن اعلان وکړ،چې رایې یې ډیرې ګټلې او صبر کوي ترڅو ټولې رایې وشمیرل شي او رسمي اعلان وشي.

بایډن وویل ښايي پايله پر وخت اعلان نه شي او رایې شمیرل به وخت وغواړي.

حاضردمه بایډن ۲۲۰ او ټرمپ ۲۱۲ الیکترول رایې ګټلي دي. په امریکا کې د خلکو د رایو ترڅنګ الیکترول رایې هم ډیر اهمیت لري.

د پلازمېنې واشنګټن ډي سي په ګدون د امریکا پنځوس ایالتونه په ټوله کې ۵۳۸ ټاکنیز کالجونه یا (الیکټرول) لري

که هر کاندید ۲۷۰ کالج الیکترول رایې وګټي انتخابات یې ګټلي دي.

د امریکا خبري رسنیو اټکل کړی، چې ډونالډ ټرمپ په هغو ایالتونو کې چې محافظه کار بلل کېږي مخکې دی، لکه کنټاکي، ویست ویرجنیا، ټنیسي، ارکانساس، لویزیانو، مسیسیپي، انډیانا او اوکلاهاما.   

د امریکا د پخواني ولسمشر مرستیال او د ولسمشرۍ کاندید، جو بایډن د لومړنیو نتایجو له مخې په مریلنډ، نیویارک، نیوجرسي، کنکټیکټ، رود ایلنډ، دلاویر او مساچوسیت ایالتونو کې په ډېر توپیر مخکې دی.

ټرمپ وايي، د انتخاباتو نتیجه خورا ښه ده. ده چې په سپینه ماڼۍ کې خبرې کولې، وویل، له خپلې کورنۍ او ملیونونو پلویانو مننه کوي چې ده ته یې رایه ورکړې ده.

ټرمپ دا هم وویل چې یوه لوی جشن ته تیاغري نیول شوې ده. او تر ټولو لوی جشن به په فلوریدا کې جوړ کړي.

ټرمپ ادعا وکړه چې په پینسلوانیا کې بریالی شوی دی. بایډن هم په دغه ایالت کې د بري ادعا کړې ده.

په ورته مهال د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترڅنګ د سنا جرګې لپاره هم انتخابات ترسره کیږي. حاضردمه سنا جرګه د جمهوریپال ګوند په کنټرول کې ده.

د ټرمپ او بایډن دواړو پلویانو د امریکا بیلابیلو ایالتونو کې د بریا جشنونونو ته چمتووالی نیولی دی.

خو ويل کېږي، چې اوس هم د دواړو کاندیدانو تر منځ سیالي ډیره نیږدې ده او مهم سرنوشت ټاکونکي ایالتونه پاتې دي چې رایې یې نه دي شمیرل شوې.

https://taand.net/%d9%be%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%da%a9%db%90-%d9%85%db%8c%d8%b4%d8%aa-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7%db%8c%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d8%b1%d8%a7%db%8c%d9%8a-%d9%88/

1 COMMENT

  1. د ډاکتر ګلمرجان مرض خوبه ساري نه وي ؟
    که دا مرض ساري شي ، تولې نړۍ ته به خپور شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب