یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمیر رحمان رحماني وايي، د امرالله صالح د ساتنې لپاره ۳۰۰ ساتونکي...

میر رحمان رحماني وايي، د امرالله صالح د ساتنې لپاره ۳۰۰ ساتونکي ګمارل شوي

تاند (چهارشنبه د عقرب ۱۴) د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني وايي، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ساتنې لپاره ۳۰۰ تنه ساتونکي ګمارل شوي دي.

ښاغلي رحماني چې نن یې د جرګې په غونډه کې وینا کوله وویل، د ولسمشر لومړی مرستیال د ساتونکو شمېر د کابل پوهنتون تر ساتونکو څو برابره زیات دی.

د رحماني په خبره، سره له دې چې هغه د یوې قوې مشر دی، ولسمشر ۵۰ کسان ورکړي او اوس وايي چې دا شمېر باید ۳۰ تنو ته راکم شي.

د ولسي جرګې رئیس دا څرګندونې وروسته له هغه کړي، چې د دوشنبې په ورځ شاوخوا ۱۱ بجې په کابل پوهنتون برید وشو، چې ۳۵ کسان پکې ووژل شول او تر ۴۰ ډېر نور ټپيان شول.

باید وویل شي چې دې جرګې په خپله نننۍ ناسته کې پرېکړه کړې، چې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په ګډون د یو شمېر امنیتي ادارو مسؤلین د وروستیو امنیتي پېښو په اړه ځواب ویلو ته ورغواړي.

https://taand.net/%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%8a-%d8%ac%d8%b1%da%ab%db%90-%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%b5%d8%a7%d9%84%d8%ad-%d8%a7%d9%88-%d8%ad%d9%85%d8%af%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d9%85%d8%ad%d8%a8/

بل خوا د ولسي جرګې کلتوري او د لوړو زده کړو کمیسیون څیړنو ښودلې چې د کابینې د ۸ نوماند وزیرانو او د دوو ریاستونو د نوماندانو اسناد ستونزې لري.

https://taand.net/%d8%af-%d9%85%d8%b9%d8%a7%d8%b1%d9%81-%d8%a7%d9%88-%d9%84%d9%88%da%93-%d8%b2%d8%af%d9%87-%da%a9%da%93%d9%88-%da%a9%d9%85%db%8c%d8%b3%db%8c%d9%88%d9%86-%d9%88%d8%a7%db%8c%d9%8a-%da%86%db%90-%d8%af/

دغه راز د ملي امنیت د ریاست نوماند احمد ضیا سراج او د افغانستان بانک د مشر اجمل احمدي اسنادو کې هم ستونزې لیدل شوي دي.

دغه کمیسیون په پارلماني چارو کې د دولت له وزارته غوښتنه کړې ده چې د یادو کسانو د اسنادو په طی مراحل کې ورسره همکاري وکړي څو دوی په دې اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

میر رحمان رحماني د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت، د سولې په چارو کې د دولت وزارت، د شهیدانو او معلولینو وزارت او د حوادثو او پېښې په چارو کې د دولت وزارت وزیران دې د رایې اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته حاضر شي که نه ددغو وزارتونو بودیجه به لغوه کړي.

5 COMMENTS

  1. په زړه پوري خبر دی!

    ۳۰۰ ساتونکي د عسکرې کچ له مخي تر یوه ټو لي زیات او کابو د کنډک په کچه دي.

    دا له خپلو مخالفینو ډار او د بزدلي ڼښه نه ده، نو څه ده؟

    امرالله خان صالح چې دومره ډاریږي، نو بیا په فیسبوک کې هومره غوریږي ولي؟

    ډار نه پټیږي!

  2. په نورو هېوادونو کې د ولسي جرګې او پارلمان مشران په بایسکل دندو ته حاضریږي . خو زمونږ د پارلمان مشرانو ته یې 50 نفره ساتونکی ورکړیدي او لا خوشحاله هم نه دي . بنا د ولسمشر لومړی مرستیال چې اوس د شورای نظار سیاسي حریف بلل کیږي ، تر فشار لاندې راولي چې ولې 300 ساتونکی لرې .
    که هغه هم ستاسو په شان د پنجاب دعوتونه قبول کړي وای ، ستاسو په شان به ډاډه ګرځېده . افسوس پدې وطن کې شمشیرزن او ک …. ندی معلوم.

  3. د میر رخمان رخمانی د پام وړ۰
    رخمانی صاحب اول سلام۰
    بعد از سلام ترا به حدا قسم که از سفر باکستان به مردم وضاحت دادی..پاکستان دشمن وطن ما است۰
    صالح صاحب خار چشم پاکستان است و چند دفعه از انتخار زنده برامد۰
    اګر حدا ناحواسته ما صالخ صاخب را از دست بدهیم به دشمن بسیار موفقیت است۰
    امنیت شهر کابل کار اسان نبود ونه است این صالخ است که به همکاری همین سربازان غیور
    دزد ها و مفسدین را کنترول میکند۰که اکثریت ان پنجشیری بود
    isi طالیب و پاکستان از صالح وغنی بسیار متنفر است اګر شما هم عین راه را پیش بګیرید
    پس ستون پنجم به پارالمان میرسد۰
    من درک کردیم که صالح در قلب مردم جای دارد ولازم داریم که باید صالخ خمایه شود نه تخریب۰ تشکر

  4. صالح صاحب د افغانستان دستر ملت دسترگو تور دئ د ده بلا دي په دي ټولو مختورو مجاهیلینو او د پنجابی حجرتی سپو ولږیږی

  5. ښاغلي صالح په د ارزي چه دومره ډير ساونکي ولري ښاغلي صالح يو وتن دوسته او پنجابيانو د سترګو ازغی دي ځکه پنجاب او آ اس. آي هغه ته بلنه نه ورکوي لکه خپلو ګو ډاګيو ګلبدين او رحماني………..او ړاسي نوروته.
    امرلله جانه روغ رمټ او اباد اوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب