یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه ارغنداب ولسوالي کې د ۱۳۱ طالبانو د وژلو ادعا وشوه

په ارغنداب ولسوالي کې د ۱۳۱ طالبانو د وژلو ادعا وشوه

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۱۴) د کندهار چارواکي وايي، په دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو له لوري د په پیل شویو عملیاتو په لړ کې ۱۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي نن رسنیو ته وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۳۱ طالب وسله والو د وژلو کېدو ترځنګ ۴۰ نور طالبان ژوبل شوي دي.

د احمدي په وینا وسله والو طالبانو ته دا مرګ ژوبله په ارغنداب، پنجوايي، میوند، ژدۍ او معروف ولسوالیو کې اوښتې ده.

ده دا هم وویل چې له مځکنیو امنیتي ځواکونو سره په عملیاتو کې هوايي ځواک هم ملګری و.

طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ویلي خو دې ډلې د جنرال عبدالرازق له وژل کېدو وروسته په کندهار کې ناامني زیاته کړې ده.

ارغنداب ولسوالي چې د جنرال رازق د ژوند په مهال د کندهار د خلکو د مېلو په مرکز بدل شوی و، اوس سخت ناامن دی.

په وروستیو ورځو کې د جګړو له امله له ارغنداب ولسوالۍ څخه ۲ زره ۱۰۰ کورنۍ له خپلو مېنو بیځایه کېدو ته اړ شوې دي.

په دې ولسوالۍ کې له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې عملیات روان دي.

پرون د کندهار امنیه قوماندان تادین خان ادعا وکړه چې افغان هوايي ځواک د کندهار په پنجوايي ولسوالي کې د طالبانو او پاکستانیانو پر یوه کاروان برید وکړ چې تر ۵۵ ډېر وسله وال طالبان او پاکستانیان پکې وژل شوي او د هغوی ۱۷ موټرسایکلونه او اووه موټرونه هم ویجاړ شوي دي.

https://taand.net/%da%a9%d9%86%d8%af%d9%87%d8%a7%d8%b1-%da%a9%db%90-%d8%af-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d8%ac%d9%86%d8%b1%d8%a7%d9%84%d8%a7%d9%86%d9%88-%d9%be%d8%b1-%d9%85%d9%88%d9%bc%d8%b1%d9%88/

جنرال تادین خان زیاته کړې: «له ارغنداب وروسته په پنجوايي او ژړۍ کې د ترهګرو د قتلولو نوبت دی، تدابیر مو نیول شوي، ډېر ژر به ښه خبرونه واورئ، د ای ایس ای تقاعد شوي پنجاپی جنرالان به د خپلو لاسپوڅو سره ټوټه شوي ښخ کړو.»

تر اوسه خپلواکو سرچینو دا راپور تایید یا رد کړی نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب