یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeټولنیزټولنه او انسان | میلاد احمد حیران

ټولنه او انسان | میلاد احمد حیران

انسان یو ټولنیز موجود دی، په ټولنه کې پیدا شوی، همدلته لویېږي او بالاخره په ټولنه کې  له منځه ځي. 

هېڅ انسان له نورو انسانانو سره له اړیکو او راشه‌ درشه څخه انکار نه‌شي کولای؛ ځکه کله چې انسان یو ټولنیز مخلوق شو؛ نو هغه باید په هره حالت کې له خپلې ټولنې سره پاتې او د دې ټولنې په خوښۍ باندې خوښ او په غم باندې یې غمجن شي. 

ټولنه د انسانانو هغې ټولګې ته ویل کېږي، چې په  خپل منځ کې د یوې ګډې موخې لپاره ژوند کوي. د ټولنې خلک په خپل منځ کې ژورې سیاسي، دیني، جغرافیایي، تارېخي او … اړیکې لري. ټولنه لومړی د دوو انسانانو له لوري رامنځته کېږي؛ یعنې ویلای شو، چې د ټولنې بنسټ کورنۍ ده. 

که راشو دې ته، چې ټولنه په انسانانو باندې کوم ډول اغېزې لرلای شي؛ نو ویلای شو، ټولنه په انسانانو باندې دوه ډوله اغېزې درلودلای شي؛ لومړی مثبتې او دویم منفي اغېزې. که چېرته انسان په ټولنه کې د ژوند کولو لپاره خپل ځانګړي اصول ولري او د هغې په رڼا کې خپل ژوند مخکې یوسي؛ نو نه یوازې دا چې ژوند به یې په منظمه بڼه مخکې تللی وي، بلکې دا حالت د نوموړي انسان په ټولنیز اړخ باندې  مثبت اغېز لرلای شي او دی له یو نېک او ښه نوم څخه برخمنوي. 

برعکس هغه کسان چې په ټولنه کې ځانته اصول ونه لري، د ځان او ټولنې د پرمختګ لپاره ځانګړي پلانونه او موخې ونه لري؛ دا بیا هغه ډله انسانان دي، چې د ټولنې د نورو وګړو له لوري خپلو موخو ته د رسېدو یوه وسیله ګرځي او دوی بیا هېڅکله  نه‌شي کولای، چې  خپلې  موخې ترلاسه او په ټولنه کې یو مثبت او پر ځان بسیا انسان و اوسي. 

هغه کسان، چې په ټولنه کې تل خپلو مسؤلیتونو ته پام کوي او د خپلې لارې سرمشق یې ټاکي او تل په خپلو موخو پسې دي؛ دوی هېڅکله له بدبختۍ سره نه مخ کېږي، شاید ډېر وخت ماتې وخوري، له ستونزو سره مخ شي، د ژوند په بېلابېلو دورو کې له بېلابېلو اړخونو څخه وننګول شي؛ خو هېڅکله له بدبختۍ سره نه مخ کېږي او بالاخره داسې یو وخت راځي، چې هغوی د خپلو زحمتونو ثمره او پایله ګوري. خو هغه کسان، چې  په ټولنه کې خپلې موخې او اهداف ونه لري، تل د نورو لپاره خپل ژوند قرباني کړي، د ژوند د پرمخ وړلو لپاره پلان ونه لري؛ دا ډول کسان که نن د نورو پر مټ او زور بریالي دي؛ خو داسې یوه ورځ هم راتلونکې ده، چې بیا به دوی د نورو د اوږو بار وي او د وخت په تېرېدو به هر څه له لاسه ورکړي. دوی ځکه څه موده وروسته له ماتې سره مخ کېږي چې په خپله هېڅ ډول زحمت نه‌وباسي او تل نور کسان وو، چې د دوی ستونزې به یې ورته حل او دوی به هر څه په تیاره تر لاسه کول. 

په ټولنه کې بریالی انسان هغه دی، چې له تېرې ورځې پند، نن کار او د راتلونکي لپاره پلان ولري. 

تل په دې هڅه کې اوسئ، چې په ټولنه کې د هېچا د اوږو بار ونه‌ګرځئ، همېشه په خپلو استعدادونو او مهارتونو د باور درلودلو په مرسته وکولای شئ خپلو موخو ته ځان ورسوئ

2 COMMENTS

  1. انسان په ريښتيا هم چې يو ټولنيز موجود دي او بايد چې د ټولنيز ژوندانه له اصولو سره سم خپل ژوند مخ ته بوزي، ترځان مشرانو احترام وساتي خبري او پريکړې ته يي درناوي ولري او بلاخره ئي لاره د ځان لپاره سر مشق جوړه کړي همدارنګه له ځان کشرانو سره هم د دين او پښتو دود او طريقې مطابق برخورد او انسانیت ولري هغوي په منظم ډول تر څار لاندې ونيسي او په غلطه لار له تللو ئي راوګرځوي. همداشان د بشري ژوندانه منل شوي اصل دي چې د ټولنې اساس کورنۍ تشکيلوي او يو کس وړاندې له دې چې د ټولنې په اړه فکر وکړي لازمه ده چې د کورنۍ اړوند مسائل وڅيړي او له دې زياته مهمه دا چې شروع له خپل ځان وکړي او بيا ئي نورو ته وښيي.???

  2. اسلام علیکم………….
    ماشاءالله ښکلي لیکنه مو کړی ده، الله مو په قلم او ګوتو برکت کړه چی د ټولنی د لا خدمت او مرستي مصدر وګرځۍ..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب