Homeسپورتقریشي د کرکټ بورډ اجرايي رييس وټاکل شو

قریشي د کرکټ بورډ اجرايي رييس وټاکل شو

تاند (دوشنبه، د عقرب ۱۲) افغانستان کرکټ بوډ نن (دوشنبه) رحمت الله قریشي د نوي اجراییه رييس په توګه وټاکه.

کرکټ بوډ وايي، قریشي د نړیوال بانک او ملګروملتو په ګډون په ګڼو نړیوالو او کورنیو ادارو کې د څه باندې ۲۳ کلونو کاری تجربه لري.

نوموړی په عامه اداره او عمومي مدیریت کې دوې ماسترۍ لري. او دغه راز یې په اروپا او امریکا کې یو شمېر اکاډیمیک کورسونه لوستي دي.

قریشي د ځوانانو او اجتماعي – اقتصادي پراختیا په ګڼو کنفرانسونو او فورَمونو کې د افغانستان استازیتوب کړی دی.

قریشي په یوه بیان کې ویلي «د دې لپاره چې کرکټ زموږ د خلکو د خوشالۍ سبب کېږي او زموږ هیوادوالو ته هیلې ورکوي، زموږ هدف به دا وي چې دا لوبه نوره هم وغوړوو.»

کرکټ بورډ وايي چې نوی اجرايي ريیس یې د ازادې ازموینې له لارې ګومارلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...