تاند (دوشنبه، د عقرب ۱۲) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو وار بیا راولپنډۍ ته مخه کړه او نن یې د دغه هیواد د پوځ له لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه سره وکتل.
خلیلزاد وروسته له دې پاکستان ته لاړ چې په وروستیو ورځو کې یې په قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولې په خبرو کې پر نه پرمختګ او د جګړو پر زیاتېدو نهیلي وښوده.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له خبرپاڼې سره سم، خلیلزاد او باجوه د سیمې پر امنیتي وضعیت، د پولې مدیریت (border management) ته په پام د افغانستان د سولې پر پروسې او همداراز په افغانستان کې د دایمي سولې پر لارو چارو خبرې وکړې.
د پاکستان د پوځ له خبرپاڼې سره سم، «خلیلزاد په سیمه کې د سولې د ګډ هدف لپاره د اسانتیا رامنځته کولو په خاطر د پاکستان نه ستړي کېدونکې هڅې وستایلې.»
خلیلزاد تېره اوونۍ د سولې لپاره له هلوځلو سره سره د جګړو پر تشدید او د سولې په خبرو کې د شاملو خواوو د نه نرمښت له کبله نهیلي وښوده، ویې ویل « افغانان باید د ورانکارۍ پر ځای پرمختیا، د غوبل پر ځاې ټیکاو، د غچ اخیستلو پر ځاې بخښنې او د نه نرمښت پر ځاې مصلحت ته مخه کړي.»
ده دغه راز په یوه بل ټویټ کې وویل « افغانان په ډیر شمیر کې وژل کیږي او سیمیز ورانکاري د خپلو نامشروعو موخو لپاره له افغانانو څخه د مردکیو د باروتو په توګه کار اخلي. وینه تویول باید ودرول شي.»
وسله والو طالبانو په وروستیو کې په اروزګان، هلمند، کندهار او بدخشان ولایتونو کې جګړو ته زور ورکړی او یو شمېر سیمې یې لاندې کړي دي.
د امریکا او طالبانو د خبرو په مهال هم خلیلزاد په ځلونو له پاکستانه مرسته وغوښته او امریکايي چارواکي د پاکستان د تسهیلوونکي رول ستاینه کوي.
دا څه رقم سوله ده چې باجوه کافر پکې مهم دی،ايا طالب پنجابی دی که د پنچاب غلام دی که بله کيسه ده يا معامله ده څه خبره ده؟
دا تش په نوم روانه معامله نه منو د پنجاب او امريکا مغامله نه منو.
دولت ته وايو چې د امريکا هره ناروا او روا ونه مني لږ تريخی دې پيدا کړي که امريکا معامله کوي نو پر وړاندې يې دريږو خودولت بايد عام اعلان وکړي، دا وطن د افغان ملت دی دلته راج د امريکا او د مرتد پنجاب نه منو.