یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونههلمند کې پر ملکي وګړو د ماین چاودنه او د ۱۵ طالب...

هلمند کې پر ملکي وګړو د ماین چاودنه او د ۱۵ طالب جنګیالیو وژل کېدل

تاند (دوشنبه د عقرب ۱۲) د هلمند ولايت د لښکرګاه ښار اړوند په درېيمه حوزه کې د ماين چاودنې له امله ۷ ملکیان وژل شوي دي.

دهلمند د والي وياند عمر ځواک وايي چې پېښه د دريمي حوزې په بولان سيمه کې شوې ده.

د ځواک په خبره یاد ماین د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی و.

دغه چاودنه چې نن سهار مهال شوې ده، اکثره قربانیان یې ښځي او ماشومان دي.

د یو بله خبر له مخې، د ملي دفاع وزارت وايي چې د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ اړوند مومین خان سیمه کې په یوه هوايي برید کې ۱۸ وسله والو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې وسله والو طالبانو غوښتل د افغان ځواکونو پر اکمالاتي قطارونه بریدونه وکړي خو د افغان ځواکونو له غبرګون سره مخامخ شول.

خبرپاڼه زیاتوي، د افغان ځواکونو په دغه هوايي برید کې چې تېره ورځ پر طالبانو کړی، ددې ډلې د يوه قوماندان ملا باریداد په ګډون ۱۵ جنګيالي پکې وژل شوي او ۳ تنه نور يې ټپيان دي.

سرچینه زیاتوي ددغه برید په پایله کې د وسله والو طالبانو یو شمېر وسلې هم افغان پوځیانو ته په لاس ورغلي دي.

طالبانو تر اوسه ددغو دواړو پېښو په هکله کوم څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. ۱۵ طالیبان مر دار شوی دی پر دغه ځناورو مو زړه درد نه کوی ځکه دوی دی چه جنګ جاری ساتی/ارمان مو هغه معصوم بی ګناه هیواد وال دی چه بی ګناه شهیدان کیږی۰
    کابل پوهنتون محصلینو پیښه بیا زیاته دردناکه واقعه ده په کومو امیدونو دغه ځوانانو تخصیل کولو۰ په مجموع کښی یی دوطن خدمت مرام وو۰ خدای تعالی دی کورنیو ته دزړه صبر ور نصیب کړی ځوانو شهیدانو ته دی الله جنتونه نصیب کی۰ اخترام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب