جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کابل پوهنتون برید د تروریستانو په مرګ پای ته ورسېد

د کابل پوهنتون برید د تروریستانو په مرګ پای ته ورسېد

(دوشنبه، د عقرب ۱۲) د کابل د روغتونو سرچینې وايي چې د کابل پوهنتون له حملې ۲۲ مړي او ۲۲ ټپیان وروړل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې ۴ ټپیان استقلال روغتون، ۱۳ ټپیان علي اباد روغتون او ۵ ټپیان وزیرمحمداکبرخان روغتون ته وړل شوي دي.

د کابل امبولانس وايي چې ۲۲ شهیدان ورسپارل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې پر کابل پوهنتون حمله د تروریستانو له وژلو سره پای ته رسېدلې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی طارق ارین وویل، امنیتي ځواکونو درې واړه ترهګر وژلي او نښته ورسره پای ته رسېدلې ده.

ارین همداراز وویل «۱۹ تنه شهیدان شوي او ۲۰ ټپیان دي.»

لږترلږه ۲۰ محصلان وژل شوي

ده په دې اړه لا څه نه دي ویلي چې په وژل شویو کې څو محصلان دي خو تر دې مخکې ځینو امنیتي ځواکونو بهرنیو رسنیو ته ویلي وو چې لږترلږه ۲۲ محصلان وژل شوي دي.

تاند- یو شمېر افغان امنیتي ځواکونو بهرنیو رسنیو ته ویلي چې لږترلږه ۲۰ محصلان وژل شوي او نامعلوم شمېر نور ژوبل دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې ۸ ټپیان روغتونونو ته وروړل شوي خو امنیتي ځواکونه وايي چې ډېر ټپیان په پوهنتون کې بند پاتې دي.

پر

حمله کوونکو یو شمېر محصلان برمته کړي

تاند – په کابل پوهنتون د نن سهار شوی ډله ییز وسله وال برید اوس هم دوام لري او همدا څو شېبې وړاندې په پوهنتون کې دننه د یوې بلې درنې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

راپورونه وايي چې وسله والو ترهګرو په کابل پوهنتون کې یو شمېر محصلان برمته کړي دي.

تراوسه د برمته ګرو او د هغوی له لوري د برمته شویو محصلانو شمېر څرګند نه دی.

که څه هم تراوسه څه نه دي ویل شوي خو ګومان کېږي چې ترهګر به د محصلانو د خلاصون په بدل کې د خپلو بندیانو د خوشي کېدو غوښتونکي وي.

په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي چې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.

ټپي محصل

د کورنیو چارو وزارت ویندوی طارق ارین تاییدوي چې مرګ ژوبلې پېښې شوي خو د هغو د شمېر په اړه لا څه نه وايي.

ځینو محصلانو د خپلو همټولګیو عکسونه خپاره کړي چې په وینو سره دي.

د ولسمشر غني لومړی مرستیال، چې د کابل د امنیتي چارو مسوولیت ورسپارل شوی او ډېر تمرکز یې د جنايي پېښو پر مخنیوي دی، د پوهنتون حمله د استخباراتو ناکامي بللې او د برید پړه یې پر طالبانو او پاکستان اچولې ده خو طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.

کابل پوهنتون د افغانستان لومړنی پوهنتون دی چې په ۱۹۳۲ م کال تاسیس شوی. په دې پوهنتون کې تر ۱۷ زره ډېر محصلان زده کړه کوي. خو نن په دغه پوهنتون کې د ایراني کتابونو نندارتون پرانیستل شوی و او یو شمېر بهرني مېلمانه هم ورته رابلل شوي وو.

ناټو د کابل پوهنتون حمله وغندله

په افغانستان کې ناټو ځواکونو پر کابل پوهنتون حمله په کلکه وغندله. په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:

«پر کابل پوهنتون د نن ورځې دردوونکې حمله په کلکه غندم. دا په تېرو ۱۰ ورځو کې په کابل کې پر تعلیمي مرکزونو دوهمه حمله ده. افغان ماشومان او ځوانان باید زده کړو ته د تګ لپاره د خوندیتوب احساس وکړي. ناټو د هغو ټولو هڅو ملاتړ کوي چې د تشدد مخه نیسي.»

په کابل پوهنتون وسله وال ډله ییز برید شوی

‏تاند (دوشنبه د عقرب ۱۲) د کورنیو چارو وزارت وايي، چې یو شمیر وسله وال کابل پوهنتون ته ننوتلي دي او ځانګړي ځواکونه هم سیمې ته رسیدلي دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند نورالله تره‌ کی وايي، چې پر کابل پوهنتون له حملې تر اوسه ۸ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د کابل پوهنتون مرستیال فیصل امین بي بي سي ته ویلي، د پوهنتون له شمالي دروازې د حقوقي ستاج پر ودانۍ برید شوی دی او وضعیت «ګډوډ» دی.

امنیتي سرچینو تایید کړې، چې څو وسلوال له شمالي دروازې پوهنتون ته ننوتلي او د حقوقي ستاج برخه کې نښته روانه ده.

ځینو محصلانو د موبایل له لارې خپلوانو ته په استول شویو پیغامونو کې لیکلي، چې وسله وال برید کوونکي ټولګیو ته ننوتي او له یوه سره یې پر محصلانو ډزې کړي دي.

د حقوقو پوهنځي یوې استادې بیا په استولي پیغام کې ویلي، چې د ب او ج ټولګي محصلان د ترهګرو له لوري برمته شوي دي او د الف ټولګي محصلان اېستل شوي دي.

د راپورونو له مخې پوهنتون کې د ننه د افغانستان او ایران د کتابونو د ګډ نندارتون د پرانیستل کیدو پر مهال ډزې شوې دي.

دغه نندارتون نن د افغان او ایراني چارواکو له خوا پرانیستل شوی دی.

د عیني شاهدانو په وینا، چې پوهنتون څخه محصلینو ته د وتلو امر شوی او د کتابونو نندارتون هم تړل شوی دی، خو دا لا روښانه نه ده چې دا برید له نندارتون سره ارتباط لري او که نه.

طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.

8 COMMENTS

  1. ترهګر هغه ته وايي چې بې ګناه وګړي وژني او ډاروي يې بل ډول ترهګر هغه دي چې ورسپارل شوې دندې مسووليت نه بلکې امتيازات ګڼي لکه د افغانستان اوسني نظامي چارواکي.
    څومره چې سپږن ترهګر د خلکو په وژنه غټيږي همدومره په څوکيو ناست پرديپاله او غلامان هم پړسېږي.
    افغان ملت د پړانګ او ډانګ ترمنځ ګېر دی يوخوا ناترسه ترهګر او بلخوا پرديپالي او ځانپالي چارواکي چې دواړه غاړې يوخيل د ملت ويني زبيښي.
    الله نه غواړم هر څوک چې ستا بې ګناه بند وژني او زموږ د مور وطن سره خيانت کوې ته يې تباه او برباد کړی ربه.
    شهيدانو ته جنتونه او کورنيو ته يې صبرې جميل غواړم ټپيانو ته دې الله ج سمدستي روغتيا په برخه کړي. آمين

  2. د ځانګړو ځواکونو نړۍ مننه چې د پنجاب ترهګر يې د‌ دوزخ کندې ته ټيل وهل.
    په شهيدانو خفه شوم رب دې وبخښي او ټپيانو ته دې الله ج صحت نصيب کړي. آمین یارب العالمين.

  3. ددې ځوانانو او هر افغان او هر بی ګناه انسان وژنه یوه کرکجنه او د غندنی وړ کړنه ده.
    یو مور او پلار ته ( پدې تنګو شرائطو کی ) د خپل اولاد روزنه آسانه کار نه دی او کله چی ئې اولاد د ښوونی او تحصیل پړاؤ ته ورسیږی نو پلار او مور او وولس ور ته د سوکاله ژوند او وطن ته د خدمت هیله په ځان کی ژوندی وساتی خو د بده مرغه کله چی اولاد ئی په کوڅه او بازار او جومات او ډګر او د علمی مرکز په انګړ کی مظلومانه او بی رحمانه ووژل سی نو د ډیر بد روحی حالت سره مخامخ سی ، مرګ او وژل که څه هم ظاهراً یوه نتیجه لری ( نابودی) خو وژنه ډیر درد او خواشینی تولیدوی خصوصاً د وژل سوی کس د والدینو ( آه ) ډیره ګرمه او حتی ایشولې وی چی البته نور کسان ددې ډول دردونو د درک توان نلری.
    سړی څه ووائی
    چا ته وژاړی
    له چا څخه وژاړی
    دا به هم سادګی وی چی موږ خپل قاتلین او دښمنان فقط هغه کسان وګڼو کوم چی ږیره او وسله لری او یا افغانی او پاکستانی او عربی هویت لری. دا یوه مرموزه پیچلی سناریو ده او شا ته ئی هغه کسان او هیوادونه پراته دی چی
    ( سبا ) به ئې د هویت د افشاء له حیرت او تعجب څخه بیهوښه سو.
    هیله ده چی ( د ادعا ډک ) بشر د یو څو لپو مادی شتمنیو پخاطر د ( مظلوم بشر خصوصاً افغان ) د آه د ادامی څخه لاس واخلی.

  4. د افغانستان د ټولو مظلومو خلکو قاتلین ټالبان دی او د ټولو وژنو مسوولیت د دوی پرغاړه ده ، ځکه دوی د افغانستان د خاورې په ډېرو برخو حاکمیت لري او هر ډول منحوس پنجابي کرغېړن تروریستان لکه داعش ، القاعده ، لشکر طیبه او نور د دوی په مرسته او ملاتړ په افغانستان کې ترور کوي ، خلک وژني ، روغتونونه ، پوهنتونونه ، عامه تاسیسات او ښوونځي ، لویې لارې او پلونه ټول د دوی په مستقیم امر تخریب کیږي چې د افغانستان اقتصاد ته تاوان ورسوي . جهاد د افغانانو او مسلمانانو د منقول او غیرمنقول ملکیت پرضد نه کیږي . د ټالبانو استخبارات یا دآی اس آی استخبارات په افغانستان کې ډېر قوی دي . دوی ته د هر تروریست کور ، د پټېدو او له پنجابه د راتلو لار معلومه ده . دوی ورته زمینه برابروي او اصلا همدا ټالبان دي چې دافغانستان دولت او خلکو پرضد جګړه کوي . که زړه یې شو د وژلو او جنایت مسوولیت مني او که ونه غواړي بیا د داعش تر نوم لاندې خبر تېر کړي .

  5. داسی ښکاری زمونږ د خاوری او خلکو دښمنانو یو بل چل روان کړی دی؛ چه د مکتب او مدرسی جنګ راژوندی کړی. خدای دی مظلوم کسان وبښی او د هغوی اقرباوو ته دی صبر او زغم ورکړی.
    د کابل اداره دی لیږ وشرمیږی، هغه مسؤل دی چه اقلا په کابل کی لیږ امنیت راوړی. که هرچا دا عملیات کړی وی هغه په باټو او چیغو نه ویریږی.
    دوی ته چه د راتلو معلومات شته نو ولی یی مخه نه وه نیولی؟

  6. طاهر خانه،
    هغه مردګاوان چې له باټو او چیغو نه وېرږي ولی د افغان ځواکونو سره مخامخ نه جنګېږي چې راځي او بې ګناه محصلین او سیاسرې وژني. تر پاکستاني حرمونو مشرانو بله بې شرمه او بې غیرته طایفه په دنیا کې نشته. دا حرمونی د ملی اردو له ډاره په خپلو پرتګونو کې غول کوي. دوی يو څو تنه کوس موري پاکستانی دلالان دي نن په یوه بهانه او سبا په بله لکه سپیان مردارېږي. متل دی
    هغه چې نن په ما سبا به تا. که ژوندي و او که نه، انشاءالله وخت به حتمأ راشي چې ددې نورو دلالو پاکستاني یزکانو غمه هم وخوړل شي. تف لعنت د وي په دې بیغیرتانو

  7. فهیم خانه خدای دی فهم درکړی. په مطلب پوه شه. داسی ښکاری چه عسکر یی چه داسی ژبه مو کړی ده. نو معاف به یی. که نه دا دمخامخ جنګ خبره د پوهانو په مجلس کی کوم اهمیت نلری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب