جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنیویارک ټایمز: طالبانو ممکن د ډرون په واسطه کندوز کې برید کړی...

نیویارک ټایمز: طالبانو ممکن د ډرون په واسطه کندوز کې برید کړی وي

تاند(دوشنبه، د عقرب ۱۲) ښايي طالبانو په کندوز کې پر ولایت مقام په برید کې له ډرون الوتکې کار اخیستی وي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په کندوز کې د ځايي چارواکو له خولې ویلي چې تېره ورځ ناوخته د کندوز په ولایت مقام کې د والي پر ساتونکو برید وشو او څلور کسه پکې ووژل شول.

سرچینه وایي داسې ښکاري چې په دې مهمه سیمه کې وسله والو طالبانو له ډرون په استفادې برید کړی دی.

https://taand.net/%d8%af-%da%a9%d9%86%d8%af%d9%88%d8%b2-%d9%88%d9%84%d8%a7%db%8c%d8%aa-%d8%af-%d9%85%d9%82%d8%a7%d9%85-%d9%be%d9%87-%d8%a7%d9%86%da%ab%da%93-%da%a9%db%90-%da%86%d8%a7%d9%88%d8%af%d9%86%d9%87-%d8%b4/

بلخوا په ولسي جرګه کې د کندوز ځینو استازو هم شک ښودلی چې ښایي طالبانو ډرون وسلو ته لاسرسی پیدا کړی وي او له دې توکو په استفادې خپل بریدونه وکړي.

وسله والو طالبانو تر دې وړاندې هم ډرون د فلم اخیستنې او تبلیغاتو لپاره کارولې، خو که دا خبرونه تایید کېږي دا به لومړی ځل وي چې دغه ډله په بریدونو کې له ډرون وسیلو استفاده کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب