جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهامریکايي ځواکونه د خپلو نظامي اډو د تخلیې په حال کې دي

امریکايي ځواکونه د خپلو نظامي اډو د تخلیې په حال کې دي

تاند(دوشنبه، د عقرب ۱۲) بیزنس انسایډر نشریې په یوه مطلب کې په کندهار کې د امریکایي ځواکونو د یوې نظامي اډې تخلیې ته کتنه کړې ده.

سرچینه کاږي چې له طالبانو سره د امریکا تر هوکړې وروسته اوس په افغانستان کې ددغه ځواکونو ډېری اډې په ډېرې چټکۍ د تخلیې په حال کې دي او هره ورځ لسګونه کانټینر له دغه اډو ایستل کېږي.

ډېری دغه کانټینر له بېکاره توکو ډک وي چې په بازارونو کې پلورل کېږي خو مهم توکي یې بیا د کاروانونو له لارې له افغانستان ایستل کېږي.

په کندهار کې هم د امریکايي ځواکونو ستره اډه مخ په تشېدو ده خو د کندهار ځايي چارواکي وايي چې د یادو ځواکونو له وتلو سره په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

امریکایي ځواکونه هم داسې مهال له کندهار وځي چې په دغه ولایت کې د طالبانو بریدونه ډېر شوي دي.

بیزنس انسایډر دغه راز وايي چې په بګرام کې هم د امریکايي ځواکونو ستره اډه مخ په تشېدو او وړېدو ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...