جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسویس له طالبانو سره پر سولې او بشري مرستو خبرې کړې دي

سویس له طالبانو سره پر سولې او بشري مرستو خبرې کړې دي

تاند(دوشنبه، د عقرب ۱۲) د طالبانو د قطر دفتر وایي چې په دوحه کې یې د سویس له سفیر، د افغانستان لپاره د سویس له نا هستوګن سفیر او ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره پر بېلو مسئلو خبرې کړې دي.

تر ټولو ډېر تمرکز په دې ویډيويي کنفرانس کې په افغانستان کې د روانو جګړو پر کمولو، بشري مرستو او جنوا کنفرانس شوی دی.

سویس ویلي چې دوی له افغانستان سره په بېلو برخو کې بشري مرستو ته ادامه ورکوي او باید زمینه ورته برابره شي.

وسله والو طالبانو هم ویلي چې د سویس له مرستو مننه کوي او دوی ته زمینه برابروي څو په اړینو برخو کې له افغانانو سره بشري مرستې وکړي.

1 COMMENT

  1. د سویس لاس وهنه د افغانستان پر مسایلو ناوړه اغېزې به ولري، سویس ، زه شاهد یم چه د بنن سوان د سولې بلان يې په ۱۹۹۲ کې ړنګ او د وکیل کودتا کې یې لاس درلود، زه شاهد یم. او ځکه چه سویس د افغانستان معادنو باندې یې سترګې سرې کړي وې، ما ته هم پېشنهادات شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب