شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکندهار کې د جګړو له امله لسګونه کورنۍ بېځایه شوې دي

کندهار کې د جګړو له امله لسګونه کورنۍ بېځایه شوې دي

تاند(شنبه، د عقرب ۱۰) په کندهار کې د کډوالو چارو ریاست وايي، په ارغنداب ولسوالۍ کې د جګړې له کبله شاوخوا ۱۰۰ کورنۍ بې کوره شوي دي.

د دې ادارې چارواکي وايي دا کورنۍ  کندهار ښار ته کډه شوي او په ناوړه وضیعت کې دي.

د راپورونو له مخې په ارغنداب ولسوالۍ کې د سې شنبې په شپه د طالبانو له برید وروسته ولسوالۍ ته نږدې پراته ملکي وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول.

د کندهار د کډوالو چارو ریاست وايي، د دې کورنیو سروې یې پیل کړې او ښايي په نږدې وخت کې ورته مرستې ورسوي.

دا اداره وايي په روان کال کې ۱۵۰۰ کورنۍ په کندهار کې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

له بلې خوا د کندوز ولایت په خان اباد، امام صاحب، علی اباد او دشت ارچې ولسوالیو کې هم د جګړو د شدت له کبله زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو څخه بې ځايه شوي او د خلکو کورونه ویجاړ شوي دي.

تر دې وړاندې په هلمند کې د طالبانو له پراخو بریدونو وروسته شاوخوا ۳۵ زره تنه بې ځایه شول چې لا هم خپلو مېنو ته نه دي ګرځېدلي.

2 COMMENTS

  1. د ارغنداب ناره
    په خندانو خولو روان دي ترې سرې وینې (انار)
    خدای ته ګوره ای باطله (طالبه) سوځې ولې
    حسینی او بابا ولې ژاړي خپل کور ته
    زرغون ښار يې بې ګناه دی سوځې ولې
    چې تل و د شنو باغونو شین ټاټوبی
    اوس خالې د جنګ بیدیا دی سوځې ولې
    هغه ځای کې چې بلبلو مست بنډار کرو
    بس روان پرې کلک بمبار دی ولې سوځې
    رود مې ژاړي، باغ مې ژاړي، مور مې ژاړي
    هر کوڅه کې د مرګ ډار دی ولې سوځې
    په کوم مخ بیا راته ګورې له دې وروسته
    ای تورتم (ای اس ای) ته وفاداره ولې سوځې.

    د ای اس ای مزدورانو باطلو ټالیبانو! لعنت دې وې پر تاسو، ستاسو پر اعمالو، ستاسو په مشرانو او ستاسو په پلیدو بادارانو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب