شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمالیي وزارت بې اسنادو موټر لرونکو ته دوه میاشتې وخت ورکړ

مالیي وزارت بې اسنادو موټر لرونکو ته دوه میاشتې وخت ورکړ

تاند (شنبه د عقرب ۱۰) د افغانستان مالیې وزارت د بې ‌اسناده وسایطو مالکانو ته دوه میاشتې وخت ورکړ څو خپل موټرونه ثبت کړي.

د دغه وزارت سرپرس وزیر عبدالهادي ارغندیوال نن شنبه د دغې پروسې په پرانیست غونډه کې وویل، د دغې پروسې د پیل هدف د یادو وسایطو قانوني کول دي چې په غیر قانوني ډول هېواد ته وارد شوي دي او په جرایمو کې ترې ګټه پورته کېږي.

ښاغلي ارغندیوال زیاته کړه، که چیرې د بې اسنادو موټر لرونکي په یاده موده کې قانوني اسناد وانخلي، نو د موټرو فعالیت به هم منع شي.

چارواکي وايي، په تېرو ۱۰ کلونو کې څه باندې ۴۰ زره عرادې موټر د ګمرکونو له قانوني لارې هېواد ته راوارد شوي دي.

د دوی په وینا ددې لپاره چې د قاچاقي وسایطو د راوړلو مخه ونیول شي، پلان لري چې ګمرکي تعارفې راکمې کړي.

د ماليې وزارت د معلوماتو پر اساس، هغه موټرونه چې له ۱۹۹۱ تر ۲۰۰۰ کال پورې وارد شوي، ۸۵سلنه تخفیف، هغه چې له ۲۰۰۰ تر ۲۰۱۰ کال پورې وارد شوي ۷۵ سلنه تخفیف او هغو موټرونو ته چې له ۲۰۱۱ تر ۲۰۲۰ کال پورې وارد شوي، ۳۵ سلنه تخفیف په پام کې نیول شوی دی.

بل خوا په افغانستان کې د موټر پلورونکو سراسري ټولنه د مالیې وزارت له دغې طرحې سره مخالفه ده او ټینګار کوي چې د قاچاقي موټرو د واردولو مخه دې ونیول شي او که چېرته ددغه کار مخنیوی ونه شي، سوداګر به مایوسه او د ګمرکونو پروسه به ګډه وډه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د جنایي جرمونو او نا امنیو پېښې زیاتي شوي دي چې د کابل ښار د امنیت د ټينګښت مسؤلیت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته سپارل شوی دی.

امرالله صالح ټینګار کړی چې بې اسناده موټر به قانوني کوي، خو که چېرته په ورکړل شوې موده کې قانوني اسناد وانخلي، ضبط او یا به پولیسو ته او یا هم د شهیدانو کورنیو ته په واک کې ورکړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب