تاند (شنبه د عقرب ۱۰) چارواکي وايي، افغان هوايي ځواکونو تېره شپه کندهار کې هوايي بریدونه کړي چې وسله والو طالبانو ته پکې درنه مرګژوبله اوښتې ده.
د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، تېره شپه افغان هوايي ځواکونو د ارغنداب ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي چې په پايله کې يې ۳۵ تنه طالبان وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.
د ښاغلي بارکزي په خبره، په دغو هوايي حملو کې د وسله والو طالبانو یو لړ وسلې هم له منځه وړل شوي او یو شمېر سیمې هم تصفیه شو ي دي.
د یو بله خبر له مخې د ارزګان د والي ویاند احمدشاه ساحل وايي، افغان امنيتي ځواکونو ددغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې پر طالبانو ځمکني او هوايي بريدونه کړي چې پايله کې يې تراوسه ۳۷ طالبان وژل شوي دي.
د نوموړي په وینا هغه سیمې چې طالبانو له څو ورځو راهیسې نېولې بېرته نیول شوي دي.
د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راپدېخوا سختې جګړې روانې دي. د راپورونو له مخې تر اوسه له یادې ولسوالۍ څخه سلګونه کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوي دي.
په همدې حال کې تېره ورځ یوې دولتي سرچینې تایید کړې وه چې طالبانو د ارزګان په ګیزاب ولسوالۍ هم بریدونه کړي دي.
طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.