تاند (شنبه د عقرب ۱۰) يوناما د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ نمبر پرېکړه ليک د ۲۰مې کالیزې په مناسبت په يوه اعلاميه کې په افغانستان کې د وروستیو ناامنیو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په افغان جګړه کې چې هر ۱۰ملکي وګړي وژل کېږي، ۴ يې ماشومان او ښځې دي.
اعلامیه زیاتوي، دوی د افغان سوله جوړونکيو ښځو له لاسته راوړنو او دغه راز د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مذاکراتي ټیم له نارینه او ښځینه غړيو چې د ښځو د حقونو مدافعان دي، دوامداره ملاتړ کوي.
یوناما د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتنه کړې چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي په ګډون په بېړني ډول تاوتریخوالی کم کړي او د یوه سوله ییز، په ځان بسیا او با ثباته افغانستان لپاره کار وکړي او د سولې له دغه تاریخي فرصت څخه ګټه پورته کړي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ په اعلامیه کې دغه راز زیاته شوې چې د افغان ښځو د ملګرو سفیرانو ډله کې په کابل کې د اسټرالیا، ډنمارک، د اغاخان پرمختیایي شبکه، کاناډا، هالنډ، د اسلامي همکاریو سازمان، ترکیې، د انگلستان، امريکا او د ملګرو ملتونو استازولیو مشران د سولې په خبرو کې د ښځو له حضور نه ملاتړ کوي.
یوناما په افغانستان کې په داسې مهال د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې چې له څه کم دوو میاشتو راپدېخوا په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرې پیل شوي، خو تر اوسه کومې مثبتې پایلې ته نه دي رسېدلي.