جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهارزګان کې محاصره پولیس: له ۶ ورځو راهیسې له خوړو پرته جګړه...

ارزګان کې محاصره پولیس: له ۶ ورځو راهیسې له خوړو پرته جګړه کوو

تاند(شنبه، د عقرب ۱۰) د ارزګان دهراوود ولسوالۍ کې محاصره سرتېري له تېرو شپږو ورځو راهیسې له خوړو پرته جګړه کوي.

ددغه جګړې ۴۰ ورځې وتلي، طالبانو ګڼې سیمې نیولي او دا مهال د ولسوالۍ، امنیه قومندانۍ، د ملي امنیت مدیریت او ځینو نورو دولتي ودانیو کې سلګونه سرتیري کلابند دي.

ددغه ولسوالۍ امنیه قومندان جان محمد کریمي وايي له تېرو شپږو ورځو راهیسې یې خواړه خلاص شوي او سرتیري په لوږه جګړه کوي.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي د جګړې له امله لارې پرې بندې شوي خواړه نه لري او په جګړه کې د ټپیانو ایستلو لار هم نه ده ور پاتې.

ددغه ولایت د والي ویاند وايي، دهراود ولسوالۍ ته دوې ورځې وړاندې کومانډويي سرتیري او لوړپوړي امنیتي او دفاعي مسوولین رسېدلي او ډیر ژر به طالبان له ګڼو سیمو پر شا کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...