جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد فاریاب والي وایي؛ طالبانو کشفي الوتکو ته لاسرسی پیدا کړی

د فاریاب والي وایي؛ طالبانو کشفي الوتکو ته لاسرسی پیدا کړی

تاند (سه شنبه، د عقرب ۶) د فاریاب ولایت چارواکي وایي، چې طالبانو کشفي الوتکو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

والي نقیب الله فایق زیاته کړې، دا الوتکې څو کېلومتره الوتنه کوي او د شپې له لوري انځور اخیستلو وړتيا هم لري.

فایق دغه راز ویلي چې داعش وسله ‌وال او ډېر شمېر بهرني ترهګر د طالبانو ترڅنګ په دغه ولایت کې جګړه کوي او په خبره یې ازبکستاني وسله والو له دغو الوتکو څخه د خواجه سبزپوش او قیصار ولسوالیو په جګړه کې ګټه اخلي.

په ورته مهال څو ورځې وړاندې په غزني کې د هند نیمې وچې لپاره د القاعده ډلې مشر هم د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

د یادونې ده چې طالبانو له امریکا سره د دوحې هوکړه کې له بهرنیو ترهګرو سره د اړیکې پرې کولو ژمنه کړې ده خو افغان حکومت ادعا کوي چې طالبان اوس هم بهرنیو ترهګرو سره اړيکه پالي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...