چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeمقالېطالب خپل عمل پخپله درته ښيي! | ح حقوېش

طالب خپل عمل پخپله درته ښيي! | ح حقوېش

مولانا فضل الرحمان د جمهوريت لپاره راوتلى، او د (PDM) پاکستان ډيموکريټک مومنټ مشري يې هم له غاړي ده، هغه په پاکستان کي د هر هغه اقدام خلاف دى چي پاکستان ته پکښې تاوان رسېږي، ان که يوه خښته له بلې خښتې جلا کيږي هم دى يې خلاف دى.

او دا خو تاسو ټولو ته مالومه ده چي اسلام په ټولو انسانانو يو ډول پلي کيږي.

نو! خبره مي دا کوله چي د طالبانو د تحريک بېرغ په يوه جمهوريت غوښتونكې غونډه کي څه کوي چي پورته کړل شوى دى، طالبان له لومړۍ ورځي د جمهوريت خلاف جنګ ته راوتلي دي. اوس خبره دا ده چي دوى حقيقت د جمهوريت خلاف وو که هڅي غولول وو، که حقيقت د جمهوريت خلاف وو بيا د تحريک بېرغ ولي په يوه جمهوريت غوښتونكې غونډه کي پورته کيږي چي هلته د پاکستان د مختلفو نظرياتو ګوندونه هم پکښې ګډون کوي، چي ځيني يې د طالبانو سره کلک اختلافات لري؟ که د جمهوريت پلويان دي بيا ولي جګړې ته ادامه ورکوي، ولي د سولي خلاف دي، ولي د نجونو پر مخونو تېزاب شيندي، ولي اداري سيسټم، نظام او تعليمي ادارې ورانوي؟
ځواب به دا وي چي طالب کله خپلواکه وو!

او له دې کړنو يې داسې مالوميږي چي طالب جمهوريت پلوى دى او يو چا په زور د کور ورانولو ته مجبور کړى دى. دويم يا هيڅ د خپل واک نه دى چي د بادار يې خوښه وي هلته يې ګډوي.

لومړى که د طالبانو تحريک له مولانا سره په دې قانع وي چي جمهوريت غواړو، بيا ولي په افغانستان کي د جمهوريت خلاف د اسلام په نوم جګړې ته دوام ورکوي، بې ګناه افغانان وژني او وطن ورانوي، نو دا کار يې د اسلام له سرکل څخه وتلى دى، د بل لپاره يا واک ته د رسېدلو لپاره دا ناولې جګړه مخته وړي، په دې صورت كي طالب اسلام ته مجرم او د افغانانو قاتل دى.

دوم که د طالبانو تحريک يو څوک په زور دې کار ته هڅوي وي، بيا نو غلام دى، او دا غلام د پرديو لپاره خپل وطن ورانوي. نو په دې صورت كي هم طالب اسلام ته مجرم او د افغانانو قاتل دى.

1 COMMENT

  1. یاره اول افغانستان له استعماری اشغال څخه خلاص کړه بیا به ګورو چه ستا خبره څومره رښتیا ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی