پنجشنبه, سپتمبر 26, 2024
Homeمقالې د ستونزو وقایوي| حسیب الله عرفاني

 د ستونزو وقایوي| حسیب الله عرفاني

انساني ټولنه له پیدایښته تر نن پورې له ډول ډول ستونزو سره مخ ده او د تاریخ په بېلا بېلو پړاونو کې انساني ټولنې له خپلې بدنې څخه د خپلمنځیو او یا هم طبعي ستونزو له وجهې په لویه کچه انسانان حتی نسلونه قربانۍ ورکړې دي. دا چې په ټولنه کې ستونزې ولې رامنځته کېږي او له کومه ځایه سرچینه اخلي د دې خبرې تحلیل او څېړل تر هغه حللارې مهم دی چې ستونزه حل کولای شي.

د ستونزو حل په وقایوي بڼه تر هغه حل ډېر مهم، ارزانه او آسانه دی کوم چې د ستونزو د پایلو تر راښکارېدو وروسته وړاندې کېږي، پدې معنی چې کله په ټولنه کې ستونزه رامنځته شي، د ستونزې په اساس ټولنه لږې یا زیاتې قربانۍ ورکړي او له هغې وروسته ستونزه حل شي، دا ډول حل یا د ستونزې له منځه وړل د همدغه حال لپاره مفید دی، خو بیا هم ټولنې یې له امله یو څه قیمت پرې کړی دی، خو که چېرې ستونزه تر رامنځته کېدو مخکې په وقایوي بڼه په خپله منبع کې وچه او له منځه لاړه شي، ټولنه به یې له درانه بار او قېمته خلاصه وي.

په همدې موضوع بحث مخکې وړو او داسې عملي مکانېزم وړاندې کوو تر څو د ستونزو څېړندویان وکولای شي، د دې مکانېزم یا فلټ فارم په اساس ستونزې د هغوی په سرچینو کې وچې کړي.

د ستونزو د له منځه وړلو د وقایوي لارې عملي میکانېزم داسې بیانولای شو، چې لومړی باید د ټولنې د پوهو، علمي او په سیمه کې بلدو اشخاصو لخوا په ټولنه(د ستونزې په ساحه) کې د ستونزې سرچینه معلومه شي، په سیمه کې عمیقه، عملي او تیوریکي مطالعه ترسره شي، تر څو معلومه شي چې ولې؟ او د کوم علت، یا هم د ټولنې د کومې تقاضا په اساس نوموړې ستونزه رامنځته شوې ده؟

کله چې د ستونزې سرچینه معلومه کړو او پوه شو، چې ستونزه د کوم علت او د ټولنې د کومې تقاضا په اساس رامنځته شوېده، راځو د ستونزې د سرچینې په له منځه وړلو کې عملي ګام اخلو؛ چې دا لومړنی ګام به مو تر هر څه د مخه، د هغې تقضاء په بدیله لار باندې کار کول وي، چې یاده ستونزه ترې رامنځته شوې ده، یعنې داسې لاره باید پېشبیني کړو؛ چې د ټولنې هغه تقاضا او غوښتنه چې دوی له ناوړه لارې پوره کړېده او دې ناوړه کړنې په ټولنه کې وړه یا لویه ستونزه ایجاد کړې، د همدغې تقاضا او غوښتنې د پوره کېدو لپاره سمه لار وښایو ترڅو دوی خپله تقاضا د همدې احسنې لارې څخه پوره کړي او په ټولنه کې د ستونزې لامل نشي.

دوهم ګام د ستونزې د حل په موخه د مطالعاتو د نتیجې وروسته، د ستونزې د بدو عواقبو او د نویې پیشبیني شوې احسنې لارې د ښو عواقبو لپاره د خلکو ذهنیت جوړونه ده. پدې معنی که چېرې خلکو ته د راپیدا شوې یا راپیدا کېدونکې ستونزې بد عواقب او د هغوی د تقاضا د پوره کېدلو بلې بدیلې احسنې لارې ګټې بیان شي خلک به حتمي پر مثبت بدیل باندې کلېک وکړي او هغه د ستونزې د رامنځته کېدو لاره به په تدریج سره پرېږدي، ځکه چې؛ د دوی هغه تقاضا چې د احسنې عرضې په نشتون کې یې له ناوړه لارې پوره کوله اوس به یې په ښه توګه له ښې لارې پوره کوي. د دې وضاحت لپاره کولای شو یو عملي مثال وړاندې کړو چې مثلاً؛ په یوه ټولنه کې غلا، رشوت، قطاع الطریقی، لار شکونه او نور مالي فسادونه او جرایم زیات شوي دي او په ټولنه کې یې خلکو ته بېلا بېلې ستونزې رامنځته کړې دي. د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره تر هر څه لومړی باید د دې جرایمو علت معلوم شي او موږ کولای شو ووایو چې دا جرایم اکثراً مالي جرایم دي نو د دې ستونزې علت په ټولنه کې بېکاري او فقر دی، خلک له لوږې سره مخ دی او دوی غواړي خپل ځان ته د ډوډۍ لاسته روړلو او نس مړولو تقاضا له دغو ناوړو لارو څخه پوره کړي. اوس که چېرې په ټولنه کې حاکمه یا د امن مسؤله طبقه وغواړي د دې مجرمینو(ستونزې) مخه د زور، زندان، جریمط او یا وژنې باندې نیسي، ډېره سخته او تر ډېره به بې پایلې وي او که چېرې د ستونزې په وړاندې، زموږ وړاندې کړل شوی عملي او وقایوي اقدام ترسره شي ستونزه به په بنیادي شکل له منځه تللې وي.

وړاندې کړل شوی وقایوي اقدام کولای شو په لنډ ډول د یو فارمول په شکل وړاندې کړو لکه: د ستونزې د منبع تشخیص + د بدیلې مثبتې لارې پېشبیني + د خلکو ذهنیت د ستونزې د بدو عواقبو او نوې مثبتې بدیلې لارې د ګټو په اړه جوړول == په بنیادي توګه د ستونزې/ستونزو حل.

د پورته مثال د حل پخاطر، پورتنی فارمول کولای شو په تحلیلی بڼه بیان او تطبیق کړو؛ پدې معنی چې موږ د ستونزې منبع وپېژندله، چې فقر او بې کاري ده. اوس باید د بېکارۍ او فقر د له منځه وړلو لپاره کار وکړو او داسې لارې چارې پېشبیني کړو چې د خلکو مالي تقاضاوې پوره کاندي، لکه؛ په سیمه کې د صنعتي کارخونو جوړول، زراعتي پیداوارو ته بازار، سړې خونې او یا هم په نورو موادو د تبدیل کارخانې، د مالدارانو لپاره د شیدو او غوښو متوازن بازار رامنځته کول، د تجارت منظم میکانیزم پلی کول، تعلیمي ادارې او داسې نور عام المنفعه تأسیسات جوړول. اوس چې دوهمه مثبته بدیله لار مو پېشبیني کړله د خلکو په ذهنیت جوړونه باندې کار کوو یعنې دلته دوی د غلا، قطاع الطریقی، رشوت و…غیره له دنیوي او اخروي بدو عواقبو او د پورته جایزو لارو څخه د خپلو تقاضاو د پوره کولو په مزایاوو باندې پوه کوو، همدا رنګه کچېرې په سیمه کې د ټولنې په بدنه کې داسې کړۍ یا اشخاص موجود وي چې د حاکمې طبقې له لوري د وړاندې شوو احسنو بدیلو لارو په مخکې خنډ کېږي، د هغوی ناوړه اهداف باید مشخص شي او ټولنې ته ور وپېژندل شي تر څو په ټولنه کې د دوی په وړاندې د مبارېزې ذهنیت جوړ شي، خلک خپله د هغوی د شومو اهدافو مخنیوی وکړي او هغوی بیا ونشي کولای چې خپل ناوړه کړنې ترسره کړي. د دې دریو قدمونو په اخیستلو سره به بلآخره یوې ښې پایلې ته رسېږو او حتمي ده چې په ټولنه کې به د جرایمو هغه تسلسل چې مخکې یې جریان درلود، دلته قطعه کېږي او بیا به هېڅ وخت ضرورت نه پیدا کېږي چې د زور، زندان، جریمې او وژنې څخه کار واخیستل شي، ځکه چې د خلکو مالي تقاضاوې تر ډېره ترلاسه شوې او پوره دي او دوی نور غلاوو، لارشکونو او نورو مالي فسادونو ته لاس نه وړاندې کوي.

2 COMMENTS

  1. ((د ستونزو وقایوي)) عنوان ور کړشوی دی.

    ممکن منظور مو د ستونزو وقایه وه.

    عنوان ناسم دی، لیکنه تر ۳۰ سلني زیاتي اضافي او تکراري جملي لري.

    اضافي جملي او کلمې لیکنه عیبجنه کوي.
    .
    بله خبره داچې لیکونکی ولي په لوی لاس داسي عبارتونه و لیکي، چې و ژباړي ته یې مجبور شی. او په وار وار ولیکي: په دې معنا…..

    ورپسې په اخر کې لولو:

    (( د دې دریو قدمونو په اخیستلو سره به بلآخره یوې ښې پایلې ته رسېږو او حتمي ده چې په ټولنه کې به د جرایمو هغه تسلسل چې مخکې یې جریان درلود، دلته قطعه کېږي او بیا به هېڅ وخت ضرورت نه پیدا کېږي چې د زور، زندان، جریمې او وژنې څخه کار واخیستل شي، ځکه چې د خلکو مالي تقاضاوې تر ډېره ترلاسه شوې او پوره دي او دوی نور غلاوو، لارشکونو او نورو مالي فسادونو ته لاس نه وړاندې کوي. ))؟؟؟

    ستاسو په نظر هغه کسان چې اوس په کابل کې په سپینه ورځ شکوني کوي، تول غریب او بیچاره دي، که برعکس؟!
    لطفاَ یې توضیح کړئ.
    مننه

  2. بريالی اوسې ګران عرفاني مې!
    د بل ځل لپاره ليکنه منظموه. د فاعل-مفعول مطابقت، تکرار الاسما، افعال ته پام کوه…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب