Homeخبرونهطالبان وايي، د هلمند پراخې سیمې لا هم د دوی په واک...

طالبان وايي، د هلمند پراخې سیمې لا هم د دوی په واک کې دي

تاند (چهارشنبه د عقرب ۸) د ملي دفاع وزارت وايي، د لښکرګاه ښار د لسمې حوزې اړوند سیمې په مکمله توګه د طالبانو له شتون څخه پاکې شوي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه افغان ځواکونو د هلمند لښکرګاه ښار د لسمې حوزې اړوند سیمو کې عملیات کړي او هغه سیمې یې بېرته له طالبانو نیولي چې څه موده وړاندې ترې امنیتي ځواکونو شاتګ کړی وو.

خبرپاڼه زیاتوي، هغه کورنۍ چې د جګړو له امله بې ځایه شوې وې بېرته د ستنېدو په حال کې دي.

د وزارت د معلوماتو په اساس، په دې عملیاتو کې تر ۳۰ زیات طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

بل خوا طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان د دفاع وزارت دا ادعاوې رد کړي دي او ویلي یې دي چې په هملند کې ډېرې سیمې اوس هم د دوی په واک کې دي.

طالبانو د تېرې میزان میاشتې په  ۲۰مه نېټه د هلمند په یو شمېر سیمو وسله وال ډله ییز بریدونه وکړل چې د لښکرګاه د یو شمېر برخو په ګډون یې ځیني سیمې ونیولې.

د ځايي چارواکو په وینا ددغو تازه جګړو له امله نږدې لس زره کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...