جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپومپیو: داعش ډله لاهم ټولې نړۍ ته یو ستر ګواښ دی

پومپیو: داعش ډله لاهم ټولې نړۍ ته یو ستر ګواښ دی

تاند (سه شنبه، د عقرب ۶) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي، چې که څه هم د داعش وسله والې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د وژل کېدو یو کال پوره شو، خو دا ډله لا هم ټولې نړۍ ته یو سترګواښ دی.

پومپیو د بغدادي د وژل کېدو د کال پوره کېدو ته په اشارې ویلي، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې شته خو داعش ډله لا هم د یو ستر ګواښ په توګه یادېدلی شي.

نوموړي زیاته کړې، امریکا به په سوریه، عراق او ټوله نړۍ کې د دغې ډلې د عناصرو له منځه وړلو ته دوام ورکړي څو په راتلونکي کې د دوی ګټې له ګواښ سره مخ نه شي.

د یادونې ده چې د ایران په ګډون ډېر شمېر هېوادونه داعش وسله واله ډله د امریکا لاسپوڅي بولي او وایي چې امریکا له دې ډلې په سیمه کې د خپل حضور لپاره ګټه پورته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب