پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeمقالېد دوحې د سولې مذاکرات او د مرکچي پلاوي تاریخي مسولیت

د دوحې د سولې مذاکرات او د مرکچي پلاوي تاریخي مسولیت

ضیاءالحق فضلی 

په افغانستان کې د کلونو جګړې او تاوتریخوالي وروسته د افغان ولس هغې غوښتنې ته لبیک وویل شو، چې ټولو یې بې صبرانه انتظار درلود او هیله یې دا وه، چې دغسې ورځ په خپل ژوند کې وویني. 

له نېکه مرغه د افغان حکومت، نړیوالې ټولنې، سیمې هېوادونو، طالبانو او سیاسیونو په هلوځلو د جکړې د ښکیلو اړخونو تر منځ د سولې د ټینګښت په اړه د مخامخ خبرو اترو زمینه برابره شوه او دواړو ډلو دې ته چمتوالی وښود، چې د روان ناورین د پای ته رسولو لپاره د مذاکرې مېز ته کیني.

د افغان سولې لپاره په تېرو کلونو کې ډېرې هلې ځلې وشوې او مختلفو اړخونو پکې ګډون درلود، خو پایلې یې تر ډېره محسوسې نه وې. دا ځل د سولې روانو خبرو ته د ولس هیلې او تمې ډېرې دي؛ ټول یې تاریخي اقدام ګڼي او ډاډه دي، چې د جګړې له منحوسې بلا به یې ژغوري. 

په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرې پرته له شکه، چې تاریخي دي، ځکه د نړیوالې ټولنې او د سیمې د هېوادونو بشپړ ملاتړ ورسره دی او د تېر په پرتله یوه ښه کورنۍ او بهرنۍ اجماع رامنځته شوې ده. له دغو خبرو دا ځل د ولس تمې ډېرې لوړې دي او نړیوال هم د یوې مثبتې پایلې د څرک لارې څاري.

جګړې په تېر کې او اوس هره ورځ د لسګونو هېوادوالو نه قرباني اخیستې او اخلي یې، ټول د چټکې پایلې غوښتونکي دي، تر څو جګړه ودریږي. د خلکو د غوښتنې منطق هم ډېر پر ځای دی، ځکه څومره ژر چې د سولې د خبرو پایلې معلومیږي په هماغه کچه د افغان وژنې، وطن ورانېدو او وینې تویېدو مخنیوی کېږي.

په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو له لوري مذاکراتي مرکچیان د لوړ باور پر اساس ټاکل شوي او تاریخي مسولیت ور ترغاړې دی، دا د دوی درایت او پوهې پورې اړه لري، چې خپل مسولیتونه په څه ډول او په څومره موده کې ترسره کوي او ولس ته مثبته نتیجه په لاس ورکوي. پرته له شکه چې د افغانانو سرنوشت اوس د دواړو ډلو د مذاکراتي پلاوي په لاس کې دی، دوی که غواړي ولس او هېواد سره ښه وکړي، خپل انساني او ملي مسولیت باید په دقیقه توګه ترسره کړي.

دغه مذاکرات د ماهیت، ارزښت او تاریخي پلوه خورا مهم دي، له مخکې مو چې وویل د مرکچیانو مسولیتونه هم درانه دي. په اوس وخت کې د تاوتریخوالي کمول، د اوربند تامین، په ولسي خلکو او امنیتي ځواکونو د بریدونو درول، د یو بل زغمل او په تېرو بحث نه کول هغه مسایل دي، چې د دواړو خواوو اساسي مسولیتونه ګڼل کېږي او د ترسراوي لپاره یې باید هر اړخیزې هلې ځلې وکړي، تر څو د مذاکراتي تاریخي حثیت وساتل شي. 

د تېرو کلونو لاسته راوړنې نه یوازې افغان حکومت بلکې طالبانو ته هم مهمې دي، ځکه که چېرې دوی حکومت ته راګډېږي له همدې امکاناتو او فرصتونو به په مساوي ډول برخمن کېږي. د دواړو اړخونو ټینګار باید د تېرو لاسته راوړنو ساتنه وي. په دې لاسته راوړنو کې ملي پوځ، استخبارات، ملي پولیس، عامه تاسیسات، دولتي ادارې او نور شامل دي، چې د نوي حکومت او نظام په چلولو کې به ټولو سره مساوي مرسته کوي. 

د مذاکراتو په جریان کې اختلافي مواردو له منځه وړل، د کینې ختمول، یو بل ته د ماتې او بریا پېغورونه نه ورکول، تورونه لګول او عمومي بخښنه هغه مسولیتونه دي، چې په راتلونکي حکومت کې به د دواړو خواوو سیاسي مشارکت په ښه توګه تمثیل کړي. 

موږ هیله من یو، چې حکومت او طالبان د خپل تاریخي مسولیت په ترسره کولو کې په پوره تدبیر بېړه وکړي او له شته فرصته عظیمه ګټه پورته کړي. ژر نتیجې ته رسېدل او د یو بل پر خبرو قناعت به هغه څه وي، چې د دغو خبرو په مثبته پایله کې به اساسي نقش ولري. دواړه خواوې باید تر وروستي حده هڅه وکړي چې دغه رامنځته شوی فرصت ضایع نه شي، ولس او هېواد یو ځل بیا د بربادۍ لور ته سوق نه شي. مهمه ده، چې مذاکرات د پوره صمیمیت، ورورولۍ او یو بل زغملو په فضا کې ترسره شي. له داسې خبرو باید ډډه وشي چې مذاکراتو ته زیان رسوي او د دښمن هدف د سولې د خبرو ویجاړل ممکن کړي. 

همدا اوس مغرض سیاسون، ځینې هېوادونه، استخباراتي کړۍ او د سولې نور مخالفین هڅه کوي، چې په یو ډول نه یو ډول دغه خبرې تخریب کړي او خپلې ناوړې موخې ترلاسه کړي. مرکچي پلاوي باید دغو حساسیتونو او دسیسو ته په کتو خپل تاریخي مسولیت په افغانۍ او اسلامي احساس ترسره کړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب