جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني د باختر افغان هوايي شرکت پرانیسته وکړه

ولسمشر غني د باختر افغان هوايي شرکت پرانیسته وکړه

تاند(دوشنبه، د عقرب ۵) د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر تېره شپه د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې دغه شرکت پرانیست او ګټه اخیستنې ته یې وسپاره.

باختر افغان هوایي شرکت به په هېواد کې د پروازونو نوی پړاو پیلوي او ټاکل شوې چې د حکومت په مرسته په افغانستان کې په ځان بسیا او پیاوړی هوایي شرکت جوړ شي.

ولسمشر په دې غونډه کې ویلي چې ددې شرکت جوړول یوه اړتیا وه او هڅه کوي د باختر افغان په لا پیاوړتیا او پراختیا کې مرسته وکړي.

باختر افغان هوایي شرکت د افغانستان د حکومت پخوانی شرکت و، چې د ستونزو له امله مات شوی و خو اوس یوازې یوه الوتکه لري.

ولسمشر ژمنه کړې چې په نږدې راتلونکې کې به دغه شرکت ته دوه نورې الوتکې هم واخلي.

خو د یاد اژانس مسولان بیا  وایي دوی به په وړیا ډول افغان سرتېري لېږدوي.

1 COMMENT

  1. محترمو لوستونکو سلام او احترامات!
    دا خو ډیره ښه خبره او ښه زیرې ده چې د باختر افغان هوای شرکت بیا ځلی د الوتنو پیل وکړ خو هیله مو دا ده چي د شرکت د بیا فعالولو سره د الوتکو د ښه معیار او نوی ماډل ته هم پاملرنه وکړی. نه لکه د آریانا افغان هوای شرکت په ډول زړې الوتکی وپیری. محترم رئیس صاحب د جمهور ته پکار ده چې د جیټ بوینګ 330
    ماډل څخه لاندې الوتکې ونه پیری.

    په ډیر درنښت سره

    جلال الدین “غمی زاده”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب