Homeخبرونهامريکا له افغان خاورې خپل پوځیان وباسي خو؛ روسيه یې حضورد ثبات...

امريکا له افغان خاورې خپل پوځیان وباسي خو؛ روسيه یې حضورد ثبات په ګټه بولي

تاند (دوشنبه، د عقرب ۵) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د (روسیه یو) تلویزیوني شبکې سره مرکه کې د جوبایډن هغه ادعاوې چې ګتې روسیې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وژلو لپاره پیسې ورکولې بې اساسه بللي او ویلي دي، چې افغانستان کې د امریکا حضور د روسیې د ملي ګټو په زیان نه دی.

پوتين زیاته کړي، چې په افغانستان کې د امریکا حضور له ثبات سره مرسته کوي.

نوموړي ویلي چې روسیې له لومړیو افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له حضور ملاتړ کړی او د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې یې هم په دې تړاو مثبته رایه کارولې ده.

روسيه داسې مهال په افغانستان کې د ثبات په برخه کې د امريکا حضور مثبت بولي، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار وار له افغانستان نه د امريکایي ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی.

تازه ټرمپ د خپلو پلویانو په یوه غونډه کې افغانستان کې د امریکا ۱۹ کلنه جګړه مسخره بللې ده.

https://taand.net/%d9%bc%d8%b1%d9%85%d9%be%d8%8c-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%db%b1%db%b9%da%a9%d9%84%d9%86%d9%87-%d8%ac%da%ab%da%93/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...