جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا په افغانستان کې د المصري وژل کېدا تایید کړه

امریکا په افغانستان کې د المصري وژل کېدا تایید کړه

تاند(دوشنبه، د عقرب۶) د امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې د افغان ځواکونو له لوري په غزني ولایت کې د القاعده شبکې د یوه مهم مشر حسن عبدالروف، چې په المصري مشهور و، وژل کېدا تایید کړه.

امریکايی رسنۍ وايي چې د افغانستان په خاوره کې د ظالبانو تر کنټرول لاندې ساحه کې د القاعده د دغه مشر اوسېدا د طالبانو له لوري د قطر د موافقې څرګنده سرغړونه ښيي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د تروریستي ضد ملي مرکز رييس کریس میلر د جګړې له میدانه د عبدالروف «حذف کېدا» القاعده تروریستي شبکې ته یو لوی ګوزار بللی دی.

ده ویلي چې المصري یا عبدالروف د روانې میاشتې په لومړیو کې وژل شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د شنبې په ورځ تایید کړه چې ځواکونو یې په غزني کې د القاعده شبکې دا مهم مشر وژلی دی. ملي امنیت د المصري د وژل کېدو د دقیقې نېټې او ځای یادونه نه ده کړې.

خو لانګ وار ژورنال امریکايي ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې المصري د غزني په کنساف (Kunsaf) کلي کې وژل شوی چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی. د ورځپاڼې په باور د دې معنا دا ده چې طالبان لا هم له القاعده سره اړیکې لري مګر دا چې له نوموړي سره یې خیانت کړی وي او په لوی لاس یې حکومتي ځواکونو ته په لاس ورکړی وي. خو دا احتمال ډېر کم دی.

د ورځپاڼې پر اساس، د طالبانو په سیمه کې د القاعده د یوه مشر اوسېدا د دوحې د موافقې څرګنده سرغړونه ده چې پر اساس یې طالبانو ژمنه کړې وه چې له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره به اړیکې شلوي.

https://taand.net/%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1%d8%ba%d9%86%d9%8a-%d9%88%d8%a7%db%8c%d9%8a%d8%9b-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%d9%84%d8%a7-%d9%87%d9%85-%d8%a8%d9%87%d8%b1%d9%86%db%8c%d9%88-%d8%aa%d8%b1/

د امریکا د تروریستي ضد ملي مرکز ريیس تېره میاشت د عبدالروف المصري په اړه ویلي و چې نوموړی ډېر مهم نه دی او څرګنده نه ده چې ژوندی دی او که نه دی.

میلر په هغه راپور کې، چې د سپټمبر په لسمه واشنګټن پوست ورځپاڼې خپور کړ، ادعا کړې وه چې اوس القاعده ته یوازینی ورپاتې ایدیالوژیک مشر ایمن الظواهري دی.

لانګ وار ژورنال امریکايي ورځپاڼې د عبدالروف المصري وژل کېدا ډېره مهمه بللې او لیکلي یې دي چې نوموړي په نولس سوه اتیایمه لسیزه کې په جهادي فعالیتونو پیل کړی و.

د دې ورځپاڼې پر اساس، المصري، چې اصلاً د مصر تبعه و، د الظواهري لپاره په تبلیغاتي او نورو چارو کې مهم رول لوباوه.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی په غزني کې د ابومحسن المصري د وژل کېدو په اړه پلټنې کوي او د کره والي یا ناسموالي په اړه به وروسته له رسنیو سره معلومات شریک کړي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب