Homeخبرونهد بهرنیو چارو وزارت: د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال کابل ته...

د بهرنیو چارو وزارت: د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال کابل ته راځي

تاند (سه شنبه د میزان ۲۹) ټاکل شوې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال او د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ او پانګونې وزیر کابل ته سفر وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اوکتامویچ امور زاکوف او ورسره پلاوی به نن سه شنبې د میزان په ۲۹ مه کابل ته راشي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د دواړو هېوادونو مشران به د دوه اړخیزه اړیکو او دغه راز د سوداګریزو او ترانزیټي چارو پر لا پیاوړتیا خبرې وکړي.

د وزارت معلومات ښيي، چې ازبک پلاوی به د افغان ولسمشر له لومړي مرستیال امرالله صالح، د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر، د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر رئیس محمد شاکر کارګر، د کار، صنایع، ټول ګټو او ترانسپورت وزیرانو سره وګوري.

دغه راز ټاکل شوې یاد پلاوی د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له عمومي رییس یما شمس او د برېښنا شرکت له مشرانو سره هم لیده کاته وکړي.

سرچینې زیاته کړې، چې د دغه لیدنو په ترڅ کې به د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي، اقتصادي، امنیتي، فرهنګي، سوداګریزه، ترانزیټي چارو او دغه راز د سیمه ییز پیوستون او ګډو بنسټیزه پروژو په اړه بحث او خبرې وشي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دغه ازبک پلاوی به د افغانستان د ټولنیزو چارو، کرنې او مالدارۍ وزراتونو او دغه راز د برېښنا شرکت سره ځینې تړونونه هم لاسلیک کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...