سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهد حکمتیار وروستیو څرګندونو د ټولنیزو شبکو افغان کاروونکي په غوصه کړي

د حکمتیار وروستیو څرګندونو د ټولنیزو شبکو افغان کاروونکي په غوصه کړي

تاند (سه شنبه، د میزان ۲۹) د حزب اسلامي مشرګلبدین حکمتیار د پاکستان د پارلمان له مشر صادق سنجراني او غړو سره کتلي دي.

سرچینې وایي دواړو لورو د افغانستان پر سوله او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو خبرې کړې دي.

د پاکستان د پارلمان د نړیوالو اړیکو د کمیسیون مشر وایي هڅه کېږي، چې افغانان د بهرنیانو له مداخلې پرته په خپلو کې هوکړې ته سره ورسېږي، سوله وکړي او د جګړو د ختمولو لپاره یوه هوکړه رامنځته شي.

پاکستان ته د حکمتیاز سفر په ټولنیزو رسنیو کې د افغان کاروونکو غبرګونونه هم راپورته کړي دي.

د ټولنیزو شبکو یو شمیر افغان کاروونکي د حکمتیار دې خبرې سخت په غوصه کړي، چې ویلي یې دي پاکستان يې دویم کور دی.

https://taand.net/%d8%ad%da%a9%d9%85%d8%aa%db%8c%d8%a7%d8%b1-%d9%88%db%8c%d9%84%d9%8a-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%db%8c%db%90-%d8%af%d9%88%db%8c%d9%85-%da%a9%d9%88%d8%b1-%d8%af%db%8c/

یو شمېر کسانو بیا د حکمتیار وروستیو څرګندونو ته سخت الفاظ کارولي او هغه یې د پاکستان جاسوس بللی.

حکمتیار تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره هم لیدلي او پر افغان سوله یې خبرې کړې دي.

8 COMMENTS

  1. دې سړی له خپل دوهم کورنه دخپل اصلی کوراوسیدونکی دتوغندیو له برید لاندې ونیول – بې ګناه کابلیان یې شهیدان کړل اوس هم ددوهم کورکسان ، خپل ولی نعمتان بولی – او داصلی ټاټوبی کسانو باندې دتکفیر ټاپې لګوی

  2. دا غلطه خبره ده چی حکومتیار ویلی چی پنجاب دده دوهم کور دی، پنجاب د دده لومړی کور دی او دده پ واسطه په افغانستان کښی د پنجاب ډیری موخی کامیابه سولی. ګلبیدین د ظاهر شاه د حکومت له شروع جمهوری او شاهی نظامونه خراب کړی او د مقتدرو حکومتونو ریشی یی خرابی کړی. دده یوازینی شعار چی د پاکستان خوب دی هغه دی عملی کوی له موږ هیڅ وخت د مرکزی مقتدره حکومت غږ وانوریدلو همیشه وایی موقته اداره، ضعیفه اداره د بل په لاس اداره. الله ج دی دا خاینین تر کرونا په بدتره مرض اخته کړی.

  3. یو وخت ما ویل چې دا حکمتیار ښه سړی دی. اوس مې له ځان جګړه ده چې ولې مې داسې بد او ناوړه فکر کاوه. حکمتیار که ریښتیا ریښتنی افغان وای نو والله چې لږ خو
    – پوهه شوی وای چې د پاکستان په ډېره بې شرمانه ډول و جنګاوه،
    – پوه شوی وای چې پاکستان د افغانستان د هرې تباهۍ لپاره هېڅ نه درغوي
    – پوهه شوی وای چې والله دا ۴۰ کاله جګړه د پاکستان د ګټو جکړه وه
    – پوهه شوی وای چې نه نجیب او نه هم غنی له باجوه او عمران خان څخه پلیت دي. د هغوی احترام ته پاکستان ته منډې ور وهي او دلته باید د هغوی نوم هم نه شي تحمل کولی.
    – همدې پاکستان لوی کړ او غټ یې کړ او بیا یې په شنه طالب و ځغلاوه او اوس بیا لګیا دی هم طالب ښه بولي او هم پاکستان.
    له دې ټولو ښکاري چې حکمتیار هغه بی شرمه پنجابی دی چې دا څلویښت کاله یې د افغانستان له بربادۍ او جګړې خوند اخیستی.

  4. د ټولو پورتنیو خبرو په تائید سره ګل بېدین د ضیاالحق زوی او د حمیدګل نوکر وو. د ضیاالحق سره یې کنفېډرېشن منلی وو او ای اس ای ته یې د افغانستان د خرڅولو ډېرې وعدې ورکړې وې چې زیادتره یې عملي شوي هم دي. هغه تش په نامه جهاد د پېسو د ګټلو او د هېواد د ورانولو لپاره کړی وو. خو څرنګه چې یې د خپلې برخې غوښتنه کوله په هغه ډول ور ونه رسېده او دا چټل ارمان به ګور ته یوسي.

  5. د ګلبېدین خبرې په افغانانو داسې لګیږي لکه چې له دښمن نه د زهرو ډکه کاسه په سرواړوې . ګلبېدین له پنجابیانو ډېر پنجابی دی. هغه د خپل منحوس ژوند ډېره برخه هلته د پنجابیانو په خدمت کې تېره کړه. هغه هېڅ حق نه لري د افغانانو په استازیتوب پنجابستان ته سفر وکړي او د افغانانو په نمایندګي خبرې وکړي . د ټالب او ګلبېدین تاریخ تېرشوی دی. افغانان له خپلو قاتلانو نفرت لري . د قیامت په ورځ به د مظلومو افغانانو لاس او د دغو خبیثو حرفوي قاتلانو ګریوان وي .

  6. د افغانستان د ملت سره دا یوه جدی پوښتنه ده چه حکمتیار ولی په افغانستان کی د ننه د صلحی په ار تباط د دولت د رهبری ، چارواکو ، د صلحی دشوری ، او پارلمان سره خپل نظریات نه شریکوی او خپلی مشوری نه ورکوی ، برعکس پاکستان ته ځی او پنجابیانو ته مشوری ورکوی ؟ د افغانستان ملت اوس هغه د ۵۰ کلونو پخوانی ملت نه دی ، هر سیاسی ، ګوندی ، قومی ، او مذهبی ټیکه دار یی ډیر ښه پیژندلی چه د کومو خارجی استخباراتو په پړی کلک تړلی دی .

  7. دا هم د فکر او غور مسئله ده چه حکمتیار کله خپل دوهم کور ( پاکستان ) ته ځی ، نو د پاکستان دولت دحکمتیار په اولنی کور ( افغانستان ) باندی همزمانه ولی راکټی برید کوی ( په کنړ باندی ) ؟ دا کار افغانانو ته څه پیام لری ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب