تاند ( سه شنبه، د میزان ۲۹) په کندهار ولایت کې د چهل زینو پارک دویمه برخه پرانیستل شوه.
د یاد ولایت چارواکي وایي؛ دغه پارک د دېرش میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی چې پرون یې دویمه برخه هم پرانیستل شوې ده او خلک کولی شي د تفریح لپاره دغه سیمې ته ورشي.
چارواکي زیاتوي، چې په پارک پورې اړوند لومړني ټولې اړتیاوې شتون لري.
چهل زینې په کندهار کې تاریخي سیمه ده، چې هر کال سلګونه کسان د دغه تاریخي ځای لیدو ته ورځي.
د کندهار ولایتي چارواکي وایي چې د دې پارک په جوړېدو سره نه یواځې دا چې خلکو ته د کار زمینه برابره شوې، بلکې د سیلانیانو د لا جذب لپاره هم ګټورکار دی.
پارک ته راغلي خلک هم د دې پارک په جوړېدو خوښ دي او وایي تر دې وړاندې د دې سیمې چکر راتګ پرمهال به سختو ستونزو سره مخ ول.
د هېواد هره سیمه له ځانګړو ښکلاوو برخمنه ده خو عام افغانان وايي که حکومت ورته پاملرنه وکړي د نړۍ په کچه به هېواد د سیلانیانو کور وګرځي.
پارک یی ښځو لپاره دی خو یوه ښځه هم نه تر سترګو کیږی. دا د څشی ښکارندوی دی؟ وشرمیږی.
ولی په ښار کی نژدی د ښځو لپاره کوم پارک نه جوړوی؟ دا ځای د ښار څخه لری دی او فکر نه کوم چه ښځی دی د مصونیت احساس وکړی چه داسی لری ځای ته د تفریح لپاره ولاړی شی.