سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهد قطر د بهرنیو چارو وزیر له ملابرادر سره پر افغان سوله...

د قطر د بهرنیو چارو وزیر له ملابرادر سره پر افغان سوله خبرې کړي

تاند (سه شنبه، د میزان ۲۹) د قطر د بهرنیو چارو وزیر او د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د طالبانو د مشر ملا هبت الله له سیاسي مرستیال ملا برادر سره کتلي دي.

د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم په یوه ټوېټ پیغام کې لیکي، چې دواړو لورو تېره ورځ په دوحه کې سره کتلي دي او د سولې اړوند مسایلو باندې یې خبرې کړې دي.

د ده په خبره طالب لوري په دې لیدنه کې ټینګار کړی، چې د دوحې هوکړه باید عملي کړل شي او په بین الافغاني مذاکراتو کې دې د اساس په توګه ومنل شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم د دوحې هوکړې پر عملي کېدو او دغه راز د سولې د خبرو پر پرمختګ ټینګار کړی دی.

د لیدنې په اړه تر دې ډېر معلومات له رسنیو سره نه دي شریک شوي.

دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي، چې د افغانستان د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو د تماس ډلو تېره شپه یو وار بیا پر اختلافي مسلوخبرې کړې دي خو یاده ناسته بې پایلې پای ته رسېدلې ده.

د تاند د معلوماتو له مخې، د دواړو خواوو د تماس ډلې په اختلافي مسلو، چې دوی یې دوې (۲) مسلې بولي، هیڅ راز پرمختګ نه دی کړی.

https://taand.net/%d8%af-%d8%af%d9%88%d9%84%d8%aa-%d8%a7%d9%88-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%aa%d9%85%d8%a7%d8%b3-%da%89%d9%84%d9%88-%db%8c%d9%88-%d9%88%d8%a7%d8%b1-%d8%a8%db%8c%d8%a7-%d8%a8/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب