دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهافغان حکومت پر کونړ د پاکستان پر راکېټي بریدونو غبرګون ښودلی

افغان حکومت پر کونړ د پاکستان پر راکېټي بریدونو غبرګون ښودلی

تاند(سه شنبه، د میزان ۲۹) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ناوخته په يوه اعلامیه کې د کونړ ولایت په مرورې ولسوالۍ کې د ولسي خلکو پر کورونو د پاکستان راکیټي بریدونه غندلي او دا کړنه يې د جدي اندېښنې وړ بللي ده.

تېره ورځ پآکستانیو ځواکونو د مرورې ولسوالۍ د اوسیدونکو پر کورونو راکېټې بریدونه کړې، چې د ځايي چارواکو په خبره په کې د یوې کورنۍ پنځو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

https://taand.net/%da%a9%d9%88%d9%86%da%93%da%a9%db%90-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d9%be%d9%88%da%81%db%8c%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%db%8c%d9%88%db%90-%da%a9%d9%88%d8%b1%d9%86%db%8d-%db%b5-%d8%ba/

د بهرنیو چارو وزارت په وینا، پر افغان خاوره د پاکستان د راکیټي بریدونو دوام د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکو ته زیان رسوي او دا کړنې د مقابل لوري د ژمنو خلاف عمل دی.

د یادونې ده چې دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني پوځیان پر کونړ راکیټي بریدونه کوي، بلکې تر دې وړاندې هم ورته عمل ترسره کړی خو افغان حکومت پرې غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. دا غبرګونونه هېڅ ګټه نلري او پخوا هم ډېر ښودل شوي دي. د یوه اشغال شوي هېواد د غبرګون حیثیت به څه او څه اغېز به ولري. دا بې ګټې خبرې دي او دا بریدونه به تر هغه دوام ولري تر څو چې مو هېواد ازاد، خپلواک او ځواکمن شوی نه وي. دا مو خپله کړي دي، که نه دا جرائت چا نشو کولای چې کورونه مو په راکټونو وولي. ډېر افسوس او مړه دې وي ټول هغه کسان چې د دې هېواد سره یې خیانت کړی دی. درناوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب