جمعه, اپریل 19, 2024
Homeمقالېټرمپ د امريکا ناړامه ولسواک او د امريکا ټولټاکنې

ټرمپ د امريکا ناړامه ولسواک او د امريکا ټولټاکنې

ليکوال: عبدالرحيم مسلم دوست
د امريکا په سياست کې له ديموکراتانو او جمهوريت غوښتونکيو دواړو ګوندونو سره دا يوه خبره مشترکه پاتې شوې ده چې (په نړۍ د امريکا سياسي، نظامي او اقتصادي باداري او د نفوذ توسيع). خو ټرمپ بيا بله ناړامه بلا ده، چې نه د چا مني او نه چاته غوږ ږدي.
ټرمپ له امريکا نه يواځې يوه اقتصادي کمپنۍ جوړول غواړي چې مشري يې د ده په لاس کې وي. په دې تېرو څو کلونو کې د ټرمپ په قيادت کې امريکا له ډېرو تجارتي، سياسي، د چاپېريال او د امن د استقرار له تړونونو نه ووتله او نړۍ ته يې دا انتباه ورکړه چې امريکا کوم تړون او ژمنې ته وفا او درناوی نه لري.
د ټرمپ موخې يواځې اقتصادي ګټې دي، تر دې چې د خپلو امريکايانو ژوند هم ورته کوم اهميت نه لري.
له همدې کبله يې د دې کوښښ وکړ چې کرونا بې اهميته او بې غوره وښيي. تر دې چې خپله هم په (کويد-۱۹) اخته شو او ښځه، زوی او ورته نږدې کسان يې هم پرې اخته شول؛ خو بيا يې هم بې اهميته وښوده.
ټرمپ له پخوانه په هر چا او هرڅه نيوکې کوي. په (۱۹۸۸ – م) کې يې په يوې تلوېزوني مرکې کې ويلي وو چې امريکا بايد له کويت نه وړيا ملاتړ ونه کړي او د کويت په عوائدو کې بايد د امريکا غوښنه ونډه وي. د (۲۰۱۶ – م) په ټاکنيزو هلوځلو کې يې د امريکا په بې خرته پوځي لګښتونو نيوکه کړې وه او د (ناټو تړون) يې يو له کاره لوېدلی او بې ګټې بللی و.
د جاپان په هکله يې ويلي وو چې جاپان د نړۍ په صنعت منګولې خښې کړې دي او دا کار بايد ختم شي، په امريکا کې د جاپان موټرې چلېږي؛ د امريکا موټرې ولې په جاپان کې نه چلېږي؟!. ټرمپ د خپلو ډېرو متحدينو او د امريکا ددې تېر سياست په خلاف بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمېنې په حيث په رسميت وپېژانده، خپل سفارت يې ورانتقال کړ او د جولان سيمه يې قانوني د اسرائيلو وګڼله، چې په دې سره يې د امريکا مخکنی سياست د قانون خلاف وګاڼه.
له چين سره د ټرمپ په قيادت کې د امريکا اړيکې تر ټولو ترينګلي حالت ته ورسېدې، د مهاجرو مخنيوی يې وکړ، د اوه (۷) اسلامي هېوادونو په وګړو يې امريکا ته په ورتګ بنديز ولګاوه.
د امريکا ډېر سياسي او پوځي ماهرين او شنونکي د ټرمپ د ناړامۍ او سرزورۍ مخالف دي او دې خبرې ډېر اندېښمن کړي دي. جوبايډن او اوباما دواړو ټرمپ د امريکا لپاره پېغور وګاڼه، جوبايډن وويل چې ټرمپ د روسيې د ولسمشر(پوټين) لاسپوڅی او لوی دروغن هم دی، په خپلو ژمنو يې وفا ونه کړه او امريکايان يې هېر کړي دي….. ټرمپ بيا وويل چې جوبايډن د امريکا په تاريخ کې تر ټولو ناوړه کانديد دی، د دې وړتيا نه لري چې امريکا اداره کړي، کا ټاکنې وګټي؛ امريکا به ړنګه کړي….. د دې خبرې شواهد او قرائن ډېر زيات دي چې روسانو د امريکا په تېرو ټاکنو کې د ټرمپ په ګټه لاسوهنې کړې دي؛ له همدې کبله ټرمپ وايي چې روسان د امريکا لپاره کوم خطر نه دی بلکې چين لوی
خطر دی او نور ډېر توتڼي يې هم د روس خواته وهلي دي….. جوبايډن نسبت ټرمپ ته سنجيده او په سياست پوه برېښي. له همدې کبله يې په ټاکنو کې د بريا احتمال زيات دی. او ټرمپ هم دا محسوسه کړې ده، نو ځکه وايي چې که ټاکنې ونه ګټم، نو کېدی شي چې له امريکا نه کډه بار کړم.
—————-

د لیکوال په اړه:

ښاغلی مسلم دوست، چې یوه موده یې په ګوانتنامو زندان کې تېره کړې، یو وخت د طالبانو غړی و او بیا په افغانستان کې د داعش مشر شو خو وروسته یې له داعش سره په دې اختلاف راغی چې ډې ډلې بې رحمانه اعمال ترسره کول. نوموړی اوس ځان په کومه ډله پورې تړلی نه بولي.

1 COMMENT

  1. دا دوه خبرې (تاند) ناسمې ليکلې دي: يوه دا چې مسلم دوست د طالبانو غړی و. هغه هېڅکله هم د طالبانوغړی نه دی پاتې شوی. بله دا چې دداعش مشر و. د هغه په هکله دا ناسمه مشهوره شوې وه هغه يې د يوې ثانيې لپاره هم مشر نه و پاتې شوی دا خبره مسلم دوست صاحب هماغه وخت په رسنيو کې ناسمه بللې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب