پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهډاکتر محب بارکزی د تښتونکو له منګولو خوشې شو

ډاکتر محب بارکزی د تښتونکو له منګولو خوشې شو

تاند (یکشنبه د میزان ۲۷) د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د جمهوریت روغتون د داخله څانګې متخصص ډاکتر محب الله بارکزی يې د انسان تښتونکو له منګلولو ژغورلی دی.

د ملي امنیت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د ډاکتر بارکزي د اختطاف په تړاو یې د بلال، اسدالله، شېرشاه او ذکریا هزاره په نومونو کسان د کابل ښار په ۱۷ ناحیه کې نیولي دي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې په دې پېښه کې د تړاو په تور د ننګیالي، فیض الله او عبدالهادي په نومونو کسان نیول شوي دي.

د ملي امینت ریاست د معلوماتو له مخې، بارکزی لومړی د انسان تښتونکو لخوا د پغمان ولسوالۍ په یوه سیمه کې ساتل شوی او بیا ددغې ولسوالۍ د تاق ظفر سیمې ته وړل شوی دی.

د راپورونو له مخې ډاکتر بارکزی څه موده وړاندې د کابل له تایمني سیمې څخه د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی وو چې د ملي امنیت د ځانګړو ځواګونو د عملیاتو په پایله کې بېرته راخوشې شو.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح هم د ډاکتر محب الله بارکزي د خوشې کېدو خبر تاییدوي او وايي چې نوموړی بېرته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د اختطاف او هدفي وژنو پېښې زیاتې شوي دي. خلک وايي چې ژوند یې خوندي نه دی او له حکومت څخه د جدي امنیتي تدابیرو غوښتنه کوي.

1 COMMENT

  1. چې پولیس له غلو سره مل نه وي دېره سخته ده چې له تایمنی نه يو څوک پغمان ته انتقال شي، حال دا چې په لاره کې تر لسو د پوليسو پوستې ډېرې دي. ددې مسیر مشکوک پولیس هم باید ونیول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب